تازه خبرونه

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو هڅې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د نور الحق علومي، احمد ولي مسعود او انوارالحق احدي په ګډون شپږ کسانو له ټاکنیز خپلواک کمیسیون څخه ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي دي.

د ولسي جرګې د ټاکنو د کار تر څنګ نورو ټاکنو ته هم چمتووالی نیول شوی، چې ښیي ارګ به بیا د پېنځه کلونو لپاره څوک تر لاسه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه پورې شپږ کسانو په ټاکنیز خپلواک کمیسیون کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره معلوماتي کڅوړې اخیستي دي. په دوی کې د نور الحق علومي او انوار الحق احدي تر څنګ احمد ولي مسعود هم د پنجشنبې پر ورځ په یوه غونډه کې ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند اعلام کړ.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته احتمالي نوماند احمد ولي مسعود وایي: له تېرو ۱۷ کلونو راپدیخوا سره له دې، چې د ولسمشرۍ د مرستیالۍ او د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ ډېرې څوکۍ راته وړاندیز شوي؛ خو ما ونه غوښتل، چې دا نمایشي څوکۍ ومنم او خپل هېوادني ارزښتونه تر پښو لاندې کړم. دا ځل غواړم د ملي وفاق له پروګرام سره په ولسمشریزو ټاکنو کې سیالۍ ته ودریږم.            

د مرغومي لومړۍ نېټې ته یوه ورځ پاتې ده؛ خو تر اوسه پورې د سیاسي ډلو تر منځ په دې سلا نده راغلې، چې څوک به د ولسمشریزو ټاکنو نوماند وي. زیاتره کسان، چې غواړي ځان نوماند کړي، تر اوسه ندي توانیدلي مرستیالان پیدا کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې په دې بنسټ کې جدي سمونونه راځي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي: مونږ ولسمشریزو ټاکنو ته له ۶۰ تر ۷۰ سلنه چمتوالی لرو. د شنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ) ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو نوملیکنه پیلیږي؛ خو ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې غواړو په دې بنسټ کې تشکیلاتي سمونونه رامنځته شي.         

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ ناامني ده او دغه راز له حکومت او نړیوالې ټولنې سره د ټاکنو د بودجې په اړه هم خبرې کیږي.

Trending

Exit mobile version