تازه خبرونه
ولسمشر غني: ټاکنې تر سولې لومړیتوب لري
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
ښاغلی غني ټاکنو ته له سولې لومړیتوب ورکوي او ټينګار کوي چې ټاکنې باید په خپل وخت تر سره شي چې راتلونکی ولسمشر په پوره واک د سولې لپاره پریکړې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چنګاښ نهه ویشتمه د ولسمشریزو ټاکنو نیټه اعلان کړې ده.
ده ټينګار وکړ چې قومي زورواکي نور د زغم وړ نه دي او د کورنیو چارو وزارت یې د نیولو په لټه کې دی.
ولسمشر غني وايي چې د نړۍ لپاره د افغانستان امنیت او ثبات ارزښت پیدا کړی او افغانستان اوس د خپلو ګټو په پاللو بوخت دی تر څو دښمنان لږ او دوستان ډير کړي.