تازه خبرونه

ولسمشر او اجرائیه رييس کورنیو رسنیو ته ارزښت نه ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې مسوولین وايي، چې ولسمشر او اجرائیه رييس کورنیو رسنیو ته ارزښت نه ورکوي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره وايي، چې په تېرو څلور کلونو کې شل کورنیو رسنیو له ولسمشر او اجرائيه ريیس سره د مرکې غوښتنه کړې؛ خو یو هم ان د نیم ساعت مرکې لپاره ندي حاضر شوی.

دغه راز له دوه کلونو راپدیخوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسنۍ د ورتلو اجازه نلري او د ارګ ټول پروګرامونه د ملي تلویزیون له لارې خپریږي، چې خصوصي رسنۍ یې له ملي تلویزون څخه کاپي کوي.

له بلې خوا ولسمشر د داووس د غونډې په څنډه کې له الجزیرې تلویزیون سره په خبرو کې د پوځي تلفاتو د لوړ شمېر په اړه خبرې وکړې او اجرائيه رييس بیا له سي ان ان سره له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتو موضوع را وسپړله.

د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې ريیس عبدالمجیب خلوتګر وايي؛ ولسمشر او اجرائيه ريیس زیاتره، نړیوالو رسنیو او د هغو هېوادونو رسنیو ته ډېر وخت ورکوي، چې له افغانستان سره مالي مرستې کوي. ولسمشر په وروستي ځل د پوځي تلفاتو پر موضوع له الجزیرې سره او اجرائيه رييس د امریکايي سرتېرو د وتلو پر موضوع له سي ان ان سره وغږید.

خبریالان هم وايي، چې د ملي وحدت حکومت په تېر څلورکلن پېر کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی دی.

درې میاشتې مخکې ارګ ته خبریالان؛ ځکه ور وبلل شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راغلی و. په هغه پروګرام کې هم د ګوتو په شمېر رسنیو موکه تر لاسه کړه، چې له ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه پوښتنې وکړي.

د پژواک خبري آژانس ريیس دانش کړوخېل وايي، چې ولسمشر له درې کلونو راپدیخوا په بهرنیو سفرونو کې کورني خبریالان له ځان سره نه بیايي او د سفر جزئیات په یوه لنډه اعلامیه کې خلاصه کړي؛ خو اجرائيه رييس بیا له ځان سره افغان خبریالان ملګري کوي.

خبریالان وايي، چې په زیاتره برخو کې اړ یو، چې له توازن پرته خبرونه خپاره کړو؛ ځکه، چې په وینايي ارګ خبرو ته نه حاضریږي او یا هم تصویري رسنیو ته د لنډو کلیپونو په لیږلو بسنه کوي.

د بېلګې په توګه کله، چې آریانا نیوز د محمد محقق د ګوښه کولو په اړه له مرتضوي څخه پوښتنه وکړه؛ نو ځواب یې دا و: خبر خپور شوی دی.

له بلې خوا کله، چې په قطر کې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ خبرې روانې وې، ارګ هیڅ ډول غبرګون ونه ښود؛ خو کله، چې خبرې پای ته ورسیدې، د ولسمشر د ویاند مرستیال په فیسبوک ولیکل، چې یو شمېر رسنیو د قطر د خبرو په اړه له غرض ډک پوښښ ورکاوه.

د یادونې ده، چې له رسنیو څخه د ملاتړ ادارې دا هم په ډاګه کړې، چې د بیان آزادي باید د سولې له بهیره قرباني نشي.

Trending

Exit mobile version