تازه خبرونه

ولسمشر غني طالبانو ته د دفتر جوړولو لپاره چمتوالی وښود

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غنى د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د څو اړوند ولسوالیو قومي مشرانو او خلکو ته په خبرو کې طالبانو ته په ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو کې د دفتر جوړولو وړاندیز وکړ.

افغان ولسمشر د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۱) د ننګرهار د غني خېلو اړوند ولسوالیو قومي مشرانو ته ویلي، چې د ده حکومت چمتو دی، چې د طالبانو د رسمي دفتر ساتنه هم وکړي.

غني خیل او ورسره اړوند ولسوالۍ یې په تېرو درې کلونو کې د داعش او افغان ځواکونو ترمنځ جګړو ځپلي او ګڼشمېر اوسیدونکي یې له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.

ولسمشر غني دغو ولسونو ته ډاډ څرګند کړ، چې ډېر ژر به په هېواد کې وینه تویدنه پای ومومي.

هغه د سولې روانو سیمه ییزو او نړیوالو خبرو ته په نغوته کې څرګنده کړه، چې مونږ سوله په مکه معظمه کې غواړو او دا نور یې په مسکو کې.

نوموړی په داسې حال کې خپلې تازه څرګندونې د شینږوارو ولسونو ته اوروي، چې ټاکل شوې د طالبانو او یو شمېر جهادي او افغان سیاستوالو او مدني فعالانو ترمنځ د مسکو له ناستې وروسته د سولې په اړه د  خبرو دوه یمه ناسته روانه میاشت په قطر کې ترسره شي.

ولسمشر د یو شمېر هغو کسانو د خبرو په غبرګون کې، چې  ولسمشر باید د سولې لپاره له خپلې څوکۍ تېر شي؛ ویلي: د ولسمشرۍ څوکۍ د ولس ده او په اړه به یې پرېکړه هم ولس کوي؛ خو خبریالانو ته د خلکو د غبرګونو د پوښښ اجازه په دې سفر کې نده ورکړ شوې.   

له ولسمشر سره د غني خېلو په ناسته کې د ننګرهار والي سید شاه محمود مياخېل په ګډون، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلميار، ملي امنيت سلاکار حمد الله محب، ملي امنيت عمومي ریيس معصوم ستانکزي، د کابينې يو شمېر غړیو، د ولسمشر سلاکارانو، د دفاعي او امنيتي ځواکونو مسوولينو او ګڼشمېر نورو حکومتي چارواکو برخه اخیستې وه.

د یادونې ده، چې تېر کال ولسمشر غني د دې ښار د امنیت ساتنې دنده له پولیسو واخیسته او افغان ملي اردو ته یې وسپارل، چې د خلکوړ د څرګندونو له مخې ورسره د دغه ولایت امنیتي حالات هم ښه شول.

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version