تازه خبرونه

ولسمشر اشرف غني د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۱۶) له غرمې مخکې د ناتو له ملکي سفیر نیکولاس کي سره ولیدل.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو په ارګ کې د سولې بهیر، له وسلوالو مخالفانو سره د مبارزې، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې او کابل بهیر د درېیمې ناستې د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني له ښاغلي نیکولاس کي سره په خبرو کې ویلي، چې  له وسلوالو مخالفانو سره د مبارزې په برخه کې باید سیمه ییزه اجماع رامنځته او د تروریستي ډلو تر منځ اړیکې په ځانګړي ډول له هغوی سره د دولتونو اړیکې واضح شي، چې په سیمه کې پایداره سوله راشي.

د کتنې په پای کې نیکولاس کي څرګنده کړې، چې ناتو سازمان د افغان دولت له ټولو برنامو په ځانګړي ډول د پایداره سولې برنامې هر اړخیز ملاتړ کوي او د مشورتي لویې جرګې او کابل پروسې د درېیمې ناستې د جوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي اوړمه ورځ خپل ځانګړی کار پیل کړی دی.

Trending

Exit mobile version