تازه خبرونه

ولسمشر غني د طالبانو پیل شوي (الفتح) عملیات وغندل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ د شنبې پرورځ (د وري ۲۴) د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو پیل وغنده او هغه یې په افغانستان کې د دغې ډلې لخوا پر جګړه ټینګار وباله.

طالبانو په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې د حکومت د جګړې د اعلان په ځواب کې يې خپل پسرلني الفتح عملیات اعلان کړي؛ خو ولسمشرۍ دغه څرګندونې ردوي او په ډاګه کوي، چې د دوي د جګړې دوام د هېچا په ګټه نده.

د ولسمشرۍ په خپرپاڼه کې راغلي: د طالبانو هغه ادعا، چې د جګړې دا اعلان د افغان حکومت د جګړې د اعلان په ځواب کې شوی، ناسم دی. افغان حکومت نه یوازې دا، چې د جنګي عملیاتو د پيل په اړه اعلان ندی کړئ، بلکې ټول هغه خنډونه، چې د سولې په وړاندې شتون لري له منځه وړي، د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه ندی.

افغان حکومت همدارنګه له طالب مشرانو او د دوی د هغو غړیو، چې د طالبانو د جګړې له اعلان سره مخالف دي غوښتي، چې د خپلو خلکو ترڅنګ ودرېږي او د دغې کړنې پر ضد خپل غږ پورته کړي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوی، چې له خپلو خلکو او مورچلو په کلکه دفاع وکړي.

افغان حکومت یوځل بیا له طالب مشرانو غواړي، چې د جګړې له دوامه لاس واخلي او د سولې مذاکرې ته د افغانستان دولت او خلکو بلنې ته لبیک ووايي.

لدې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په خپل یو تویت کې د طالبانو د پسرلني عملیاتو د پیل اعلان غندلی او هغه یې یوه بې پروايي ښودلې ده.

طالبانو د حکومت، سکات میلر او خلیلزاد د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او څرګنده کړې یې ده، چې دوی باید د خپلو عملیاتو ځواب ویلو ته متوجه شي.

دغه راز د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې مونږ د مذاکراتو روان بهیر او سوله ییز حل ته ژمن یو؛ خو داسې نشو کولی، چې د بهرنیو ځواکونو او حکومتي ملاتړیو پوځي عملیاتو ته لاس تر زني کښینو.

د یادونې ده، چې طالبانو د جمعې پر ورځ (د وري ۲۳) الفتح نومي پسرلني عملیات اعلام کړل او له تېرې شپې راپدیخوا یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.

Trending

Exit mobile version