تازه خبرونه
ولسمشرغني د چنګاښ پر شپږمه پاکستان ته د تګ نیت څرګند کړ
ولسمشر د اختر له لمانځه وروسته له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه وویل، چې زغم، تدبیر او تفکر د سولې لپاره د انسجام ښې لارې دي او په پام کې ده، چې د چنګاښ پر شپږمه د عملي پایلو د ترلاسه کولو په موخه پاکستان ته سفر وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک پر پلي کولو کار پیل شوی؛ ځکه دې جرګې د سولې په برخه کې تګلاره ټاکلې او په هېواد کې د نوې پاڼې د پرانیستلو لپاره باید ژر ناهیلي نه شو.
دغه راز ولسمشرغني د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو څخه د ۸۸۷ بندیانو له خوشي کولو هم خبر ورکړی دی.
هغه ټینګار وکړ، چې دا کار د ده قانوني صلاحیت دی او د مشورتي لویې جرګې په غوښتنه یې دا ګام پورته کړی دی.