تازه خبرونه

ولسواکي د خلکو غوښتنه ده او د سولې له خبرو به قرباني نشي! اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دولت جوړوونکې ډلې مشر اشرف غني د خپلو ټاکنیزو سیالیو په درېیمه غونډه کې خپلو پلویانو ته وویل، چې ولسواکي(جمهوري نظام) د خلکو غوښتنه ده او د سولې له خبرو به قرباني نشي!

د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې د دوشنبې پر ورځ( د زمري۱۴) د خپلو سیالیو په لړ کې د ښځو په ګډون غونډه وکړه.

 ده وویل، چې خلک عادلانه سوله غواړي او په وینا یې د مشروعیت په لټه کې کسان دې تړلو دروازو ته ودریږي.

د دولت جوړوونکې ډلې مشر دا هم په ډاګه کړه، چې ښځې په راتلونکې حکومت کې درنه ونډه لري او په دې اړه یې نورې ټاکنیز ډلې سیالۍ ته را وبلل.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار ویلي؛ سولې ته په رسیدنه کې د ښځو حقونه او لاسته راوړنې باید خوندي شي، چې بلې جګړې ته ولاړ نشو.

د ښځو حقونو مخکښه عارفه پیکار څرګندوي؛ زمونږ غوښتنه داده، چې د ښځو هڅو او حقونو ته په حکومت کولو کې ډېر پام راوګرزي.                

د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني دغه راز د ښځو لپاره د جوړ شوي درېیم کمپیاین په ناسته کې  په بشپړ ټینګار یادونه کړې، چې افغان ښځه او افغان ماشوم به نور هیڅکله څوک پر دورو او کیبل ونه وهلی شي؛ افغان ښځې ته نور څوک ویلی نشي، چې ځای دې د پاڼې شاته دی، نه زما تر څنګ. ستاسې د جمهوري نطان او اوسیدنې حقونه نور د معاملې وړ ندي.    

محمد اشرف غني، چې همدا اوس هم د حکومت واګې په لاس کې لري؛ د سولې هڅو ته په کتو وايي؛ شاتګ ورته د منلو ندی.

هغه په زغرده وویل، چې ولسواکي، امنیتي ځواکونه، د ښځو حقونه او په وینا یې په تېرو کلونو کې شوي پرمختګونه به له سولې قرباني نکړي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې رمونږ امنیتي تړونونه ټول خوندي دي. مونږ ښکاره هوګړې او مشروع دریځ لرو او هغه خلک، چې مشروعیت پسې ګرزي، د بندو دروازو تر شا دې ودریږي. مونږ د چا دروازې نه ټکوو ، زمونږ دروازې نور ټکوي. ولسواکي که امارت؟ ولسواکي، ولسواکي، ولسواکي!  

د دغې ټاکنیزه ډلې مشر نورو سیالو ډلو ته د سیالیو بلنه ورکوي او وایي، چې یو برحال ولسمشر له خپلو ملګرو سره وایي؛ راځئ ټاکنې وکړو! دوی وایي، نه ! مونږ تېښته کوو. که بګیل شوئ، د افغانستان ملت ته به ځواب ورکوئ. (دا ګز او دا میدان)  

دا ځل دولت جوړوونکې ډلې راټولو شویو پلویانو ته وویل، چې د بریا په صورت کې به د ښځو ټولې ستونزې اواروي؛ په سوله کې به یې ونډه یقیني کوي او په وړاندې به یې روان تاوتریخوالي ته د پای ټکی ږدي.

Trending

Exit mobile version