تازه خبرونه

ولسي جرګه: امریکا باید له افغانستن سره خپلې ژمنې عملي کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې له امريكا وغوښتل چي د امنيتي تړون په رڼا كې له افغانستان سره خپلي كړې ژمنې عملي كړي.
ولسي جرګې امنيتي ستونزو ته په كتو او د پاكستان له لوري پر افغانستان د راكیټي بريدونو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره له امريكا غواړي چې پر پاكستان فشارونه زيات كړي.
د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتی تړون وروسته له ډېر ځند څخه د ملي یووالي د حکومت له لوري لاسلیک شو. اوس دغه تړون د تصویب لپاره ولسي جرګې ته وړاندی شوی. ولسي جرګه امنیتي ستونزو او د پاکستان له خوا پر سر حدی سیمو راکیټي بریدونه اندېښمنه کړې او له امریکا او ناټو څخه غواړي چې د افغانستان امنیت ته پام وکړي .
د ولسي جرګي یو شمېر غړي چين ته د ولسمشر سفر د هیواد اقتصادی ودې او د هیواد سولې او ثبات لپاره ډېر مهم بولي.
سعودی عربستان ته تر غیر رسمی سفر وروسته دا د ولسمشر لومړی رسمی سفر دی چې چین ته یې کوي. ویل کیږی چې ولسمشر احمدزی به د سی شنبې په شپه چین ته سفر وکړی.

Trending

Exit mobile version