سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګه: امنيتي تړون پر ټاكنو مستقيم اغېز لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې ولسي جرګه څو ورځې وروسته خپله ژمنۍ رخصتي پېلوي، د جرګې غړي هڅې كوي، چې د كار په پاتې ورځو كې امنيتي تړون د جرګې د غونډې په اجندا كې شامل كړي. د جرګې غړو په اجندا كې د امنيتي تړون داخلولو لپاره لاسليكونه ټول كړل.

دوى وايي، چې امنيتي تړون پر ټاكنو مستقيم اغېز لري او زیاتوي، چې بايد د امنيتي تړون برخليك روښانه شي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي په جرګه نيوكه كوي، چې د امنيتي تړون په باب يې چوپه خوله ساتلې ده.

دوى وايي، په داسې حال كې له امريكا سره د امنيتي تړون برخليك نا روښانه پاتې دى، چې ټاكنې هم د هرې ورځې په تېرېدو را نږدې كېږي.

د جرګې غړي عنایت الله بابر فرهمند او فوزیه کوفي له اداري پلاوي څخه غواړي، چې د امنيتي تړون موضوع د جرګې په اجندا كې ونيسي.

په همدې حال كې د مدني ټولنو يو شمېر فعالان هم ژر تر ژره له امريكا سره د امنيتي تړون د لاسليكولو غوښتونكي دي، دوى وايي، كه دغه تړون لاسليك نه شي نو افغانستان به لس كاله وروسته پاته شي.

د ولسي جرګې غړی صالح محمد بيا وايي، چې له امريكا سره د امنيتي تړون په برخه كې بايد بېړه ونه شي.

د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون په يوه جنجالي موضوع بدل شوى دى. افغان دولت د تړون په باب پر خپلو شرطونو ټينګار كوي او امريكا بيا وايي، چې تړون بايد هر څومره ژر لاسليك شي.

Trending

Exit mobile version