سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګه به ډېر ژر د ځمكو د غاصبانو نوملړ خپور كړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د حكومت پر كړنو د ولسي جرګې د څار جرګه ګۍ وايي، چې دوى به د ځمکې د غاصبانو نوملړ په راتلونكې اوونۍ کې خپور كړي، چې په دې سره د ځمكو د لويو غاصبانو نومونه افشا شي.
په افغانستان كې نږدې يو ميليون هكتاره ځمكه غصب شوې ده.
د ولسي جرګې غړی شېر ولي وردګ وايي، چې د ځمكو په دې غصب كې زياتره هغه كسان لاس لري، چې لوړې دولتي دندې لري.
د حكومت پر كړنو د ولسي جرګې د څار د جرګه ګۍ غړي همدارنګه وايي، چې دوى به په راتلونكې اوونى كې د ځمكو د غاصبانو نوملړ خپور كړي.
په همدې وخت كې د دولتي او شخصي ځمكو د غصب د مخنيوي د قانون طرحه هم ولسي جرګې تصويب كړه.
د ځمكو غصب يوه له هغو ستونزو څخه ده، چې افغان دولت يې په مخنيوي كې پاتې راغلى.
په زياتره غصب شويو ځمكو كې ښارګوټي جوړ شوي او ياهم په ناقانونه توګه په خلكو پلورل شوي دي او پېسې يې د غاصبانو جيبونو ته لوېدلي دي.