سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګه: حکومت باید د افغانستان او امریکا د امنیتي تړون منځپانګه روښانه کړي
د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، حكومت بايد د افغانستان او امريكا د امنيتي تړون منځپانګه او مواد روښانه كړي. دوى وايي په دې سره به د مشورتي لويې جرګې او ولسي جرګې غړي د تړون د ښېګڼو او زيانونو په اړه خبر او په اړه به يې سمه پرېكړه وكړي.
كه څه هم په پام كې ده، چې تر راتلونكو څو ورځو پورې د افغانستان او امريكا ترمنځ د امنيتي تړون په اړه مشورتي لويه جرګه جوړه شي، خو په دې اړه هم د ډېرو خلكو پوښتنې لا بې ځوابه پاتې دي.
د ولسي جرګې غړي فوزيه كوفي، فاطمه عزيز او حفیظ منصور وايي، د افغانستان خلك د دغه تړون د موادو او منځپانګې په اړه هېڅ معلومات نه لري.
دوى له حكومت څخه غواړي، چې په دې اړه خلكو ته معلومات وركړي.
په همدې وخت كې د ولسي جرګې دوهم مرستيال صالح محمد سلجوقي وايي، دې اړتيا ته په پام سره به د شنبه په ورځ ( د لړم ۲۵ ) د ملي امنيت د شورا رئيس ډاكټر دادفر سپنتا او هغه نور چارواكي عمومي غونډې ته د معلوماتو په موخه ور وغواړي، چې د امنيتي تړون د طرحې په جوړولو كې ونډه لري.
د افغانستان د ملي امنيت شوراهم تردې وړاندې سپارښتنه كړې وه، چې د افغانستان او امريكا ترمنځ د امنيتي تړون مسوده په درېيو ژبو چاپ او د راتلونكې مشورتي لويې جرګې د ګډونوالو په واك كې وركړل شي.
د مشورتي لويې جرګې د جوړولو چارواكي وايي، په دې اړه چمتو والى بشپړ شوى او په پام كې ده د روانې لمريزې مياشتې په وروستيو كې په كابل كې جوړه شي.
