تازه خبرونه

ولسي جرګه: حکومت ته د امنيت راوستو له پاره يوه مياشت وخت ورکوو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې په هېواد کې د امنیتی وضیعت د خراب والي او د هېواد کړکېچن حالت له امله د اندېښنې په څرګندولو سره غوښتنه وکړه چې ولسمشر او اجرایه رییس ملي شورا ته راشي او د ملي شورا دواړو غونډو ته په ګډه د هېواد د وضیعت په اړه ځواب ووايي. ولسي جرګې د ملي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې باید خپله لاسلیکونه راټول کړي ترڅو د ملي یووالي مشران پارلمان ته راغواړي.

ولسي جرګې د ملي يووالي حکومت په نه وړتیا تورن کړ. دوی وايي چې ورځ تر بلې د هېواد امنیتی وضیعت کړکېچن کېږي. د طالبانو تر څنګ د داعش ترهګرې ډلو فعالیتونه هم زیات شوي خو حکومت داسې ستونزې نه اوري په دې چاره کې پاتې راغلی، دوی غوښتنه وکړه چې باید ولسمشر او اجرایه رییس پارلمان ته راشي او د هېواد د وضیعت په اړه ځواب ووایي.

 د ولسي جرګې د بلخ ولایت استازی عبدالرحمان رحماني وايي:

((د هېواد د اوسني وضیعت، د کندوز، بدخشان او ننګرهار د پېښو او همداراز په زابل کې د ښځو او ماشومانو د وژلو په اړه موږ د دې غوښتنه کوو چې د ملي شورا د يوې ګډې غونډې د جوړېدو په اړه د لاسليکونو د راټولو غوښتونکي یو ترڅو ولسمشر او اجرایه رییس راشي او ملت ته حساب ورکړي.))

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي وايي:

((موږ په کومه روان یو خطرناکې پېښې کېږي، ولې تاسې د حکومت مشران او د امنیت شورا چوپه خوله ياست؟))

 همدا راز د ولسي جرګې یو شمېر غړي په هېواد کې د داعش د حضور له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې حکومت په ډېرو پېښو کې لاس لري.

د ولسي جرګې بل غړی احمد بهزاد وايي:

((په ټولو پېښو کې د حکومت رهبری لاس لري په ټولنه کې یې وحشت رامنځ ته کړی.))

د ولسي جرګې غړې فکوري بهشتي وايي:

 ((حکومت ته باید د امنيت د راوستو له پاره یوه میاشت وخت ورکړو، که يې ونه شوای کولای له دندو دې ګوښه کړل شي.))

دا په داسې حال کې دي چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو کابو یو کال تېرېږي خو هېواد له ډېرو ستونزو سره مخامخ او خلک پر ملي یووالي حکومت نیوکه کوي چې خپلي ژمنې يې عملي نه کړې.

 خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version