تازه خبرونه

ولسي جرګه: حکومت د خلکو په امنیت ساتلو کې پاتې راغلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړي وروستیو بریدونو ته په اشارې، د حکومت په رهبرانو نیوکه کوي او وايي چې د خلکو د سر ساتنه کې پاتې راغلي دي. دوی وویل چې ملي شورا باید له امینتي مسولینو سره جدي چلند وکړي او د خلکو وینې باید د حکومت د مصلحتونو قرباني نه شي.

د جرګې غړي وايي تر هغې چې په نظام کې لاسپوڅي او جاسوسان ځای ولري، وضعیت به بدل نه شي.

په هېواد کې وروستیو خونړیو بریدونو د ولسي جرګې د غړو غوسه پارولې ده. دوی تر ټولو ړومبی د ملي یووالي د حکومت رهبران تورنوي چې د خلکو د امنیت فکر ورسره نشته او په وینايې،امنیتي مسولین هم په خپلو چارو کې پاتې راغلي دي.

د ولسي جرګې غړې وږمه صافۍ وايي: “په هغو چارواکو دې نفرت وي چې جاسوسان پيداکوی نه شي او نظام يې دکتاتوري کړی چې همدغه جاسوسان په تورو هندارو لرونکو موټرو کې ځانمرګي له يو ځای بل ته لېږدوي، ترڅو پورې به زموږ بې ګناه خلک وژل کېږي.”

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي: “د حکومت رهبران غټې غټې خبرې کوي او قرباني ملت ورکوي، ولې د مخالفينو مخه نه نيول کېږي ځکه چې د مصلحت دا ډول پرلپسې والی ملت ته د منلو وړ نه دی او کوم امنيتي چارواکي چې ناتوانه دي بايد په شرافتمندانه توګه خپل کور ته لاړ شي.”

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح وايي: ” که موږ ژوندي نه وو او خلک مو امنيت ونه لري نو پراختيايي پروژې به هېڅ درد دوا نه کړای شي او پراختيايي پيسې بايد د امنيتي سکتور په برخه کې په ځانګړې توګه استخباراتي برخو کې ولګول شي.”

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي: ” په هېواد کې د خلکو اصلي قاتلین د ملي يووالي حکومت رهبران دي، ځکه چې ساختماني انجنير يې د امنيت رييس ټاکلی او د دفاع وزير هم د دې چوکۍ لياقت نه لري او زه دا سند د اداري ډلې په مېز دا سند ږدم چې که په رښتيا هم تاسې د خلکو استازي وئ راشئ دا لاسليک کړئ.”

د ولسي جرګې دویم مرستیال بیا له ولسمشر څخه غواړي چې بېړنۍ او فوق العاده غونډه جوړه کړي او د ستونزو د حل لاره ولټوي.

د ولسي جرګې دویم مرستیالنعمت‌الله غفاري وايي: “موږ وروستي بريدونه په شدت سره غندو او له ولسمشر غواړو څو له ملي شورا سره يوه ګډه او فوق العاده غونډه ونيسي، څو د بريدونو د کمښت له پاره د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وشي.”

د مشرانو جرګې رييس هم په هېواد کې وروستي بریدونه غندي او وايي چې بریدګر د ملکي کسانو د وژنې له پاره هېڅ توجه نه لري.

د مشرانو جرګې ريیس فضل‌هادی مسلمیار وايي: “طالبان اجير او غلامان دي او په دې وژنو سره چې کوي يې د يوه مسلمان وينه دوی څه ډول روا بولي او توجيه ورته لټوي، په اوس وخت کې بايد زموږ کشفي او استخباراتي ارګانونه بايد ډېر متوجه وي، څو دغه وحشي صفته خپلو شومو هدفونو ته ونه رسېږي.”

د ملي شورا غړي په هېواد کې روان حالات ترینګلي ګڼي او ټينګار کوي چې که د بریدونو د مخنیوي او امنیت د ټينګښت له پاره جدي کارونه ونه شي، وضعیت به له دې هم ترینګلی شي.

Trending

Exit mobile version