تازه خبرونه

ولسي جرګه: د امنيتي وضعيت د ښه والي له پاره د يوې نوې لارې اړتيا ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، په هېواد کې امنیتي وضعیت ډېر د اندیښنې وړ دی او حکومت باید د ناامنیو د کابو کولو له پاره تازه جنګي تګلاره و ارزوي.

دوی وایي، د ناامنیو د زیاتوالي او ملکي وګړو د تلفاتو اصلي علت امنیتي بنسټونو کې د غیر مسلکي کسانو ګمارنه ده چې دې چارې افغان ځواکونه له زیاتو ننګونو سره مخامخ کړي دي. په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس ټینګار کوي چې د ناامنیو د لاملونو د څېړلو له پاره باید یوه فوق العاده غونډه جوړه شي.

د وسله والو مخالفینو فعالیتونه په وروستیو میاشتو کې زیات شوي او ځینو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ درنې جګړې شوې دي. د ولسي جرګې غړي پر دې حالت اندېښمن دي او وایي، د دې حالت دوام او د ملکي وګړو تلفات ورته د منلو نه دي او حکومت مکلف دی چې د دغو ناامنیو په کابو کولو کې اغېزمن ګامونه واخلي.

د ولسي جرګې غړې شکېبا هاشمي وايي: “ولې د دښمن د مخکې تګ مخه نه نيول کېږي او په يو شمېر ولايتونو کې ورځ په ورځ ناامني ډېرېږي، هغه کسان بايد وپېژندل شي چې د امنيتي ځواکونو د کمزورۍ لامل کېږي او جدي چلند ورسره وشي.”

د ولسي جرګې وکيله فاطمه عزیز وايي: “د حکومت رهبران د هېوادوالو د امنيت د برابرولو په برخه کې بې مسوليته دي او د دولت د وسله والو ځواکونو د له منځه وړلو له پاره نه لاس په کار کېږي، همدا اوس هم طالبان د کندوز ښار د دروازو تر شا دي، ولې له منځه نه وړل کېږي.”

د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وايي: “دولت ولې د ترهګرو په وړاندې عمليات نه کړي ولې يې ځالې نه ور ورانوی.”

په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس ټینګار کوي چې د ناامنیو د پراختیا او افغان ځواکونو د تلفاتو د زیاتوالي یو لامل په امنیتي بنسټونو کې سلیقه یي چلند دی او دا موضوع باید له ولسمشر سره په یوه فوق‌العاده غونډه کې شریکه شي څو د ناامنیو د کابو کولو له پاره یو ګټور پروګرام په پام کې ونیول شي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون رییس میرداد نجرابي وايي: “د تلفاتو د مخنيوي او د جګړې د کنټرول له پاره بايد له ولسمشر سره ځانګړې غونډه ونيول شي او مهم امنيتي موضوعات په کې وړاندې کړل شي، د خلکو غوښتنه ورته ورسول شي، ترڅو د بنسټيز حل له پاره په لاره پيداکولو فکر وشي. د تلفاتو د ډېرېدو او سيمو د سقوط يو لوی لامل په دولتي ارګانونو کې سليقوي چلند دی چې بايد دا ستونزې اوارې کړل شي.”

په ولسي جرګه کې د خلکو استازي ټینګار کوي چې د ناامنیو د کمولو یواځینۍ لار په امنیتي بنسټونو کې د ننګونو په ګوته کول دي او باید د ترهګرو د له منځه وړلو له پاره تازه تګلاره جوړه شي او دا کار کولای شي هېواد کې پرتلیز ثبات راولي.

Trending

Exit mobile version