تازه خبرونه

ولسي جرګه: د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 د ولسي جرګې رییس د سیمې د استخباراتو توطیې، تېري او لاسوهنې د هېواد د اوسني کړکیچن وضعیت عوامل بولي.

 دی د روان حالت په اړه اندیښنه لري او په وینا یې له همدې امله د خلکو او حکومت تر منځ واټن را منځ ته شوی دی او ورځ تر بلې د ملي یووالي له حکومت څخه د خلکو ناخوښي مخ په پراخېدو ده. دوی له حکومت غواړي چې د خلکو او ملي شورا د غړو د امنیت له پاره خپل مسولیتونه په ښه توګه تر سره کړي.

 د ۱۳۸۶ ميلادي کال د لړم په پنځلسمه بغلان کې په یوه ځانمرګي برید کې د ولسي جرګې د اقتصاد د کمیسیون رییس سید مصطفی کاظمي او د ولسی جرګي پنځه نور غړي ووژل شول. پیښه کې د زده کوونکو په ګډون شاوخوا دوه سوه کسانو ته مرګ  ژوبله واوښته.

 د دوی یاد غونډه د ملي شورا له لوري جوړه شوه. د ولسي جرګې رییس دغې غونډې ته خبرو کې په حکومت نیوکه وکړه چې په وینا یې د امنیتي وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلی. عبدالرووف ابراهیمي وایي، هېواد د سیمې د استخباراتو له دسیسو او مداخلو سره مخامخ دی چې همدې ناوړه عواقب را منځته کړي او خلک یې اړ کړي څو له هېواده پښې سپکې کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي:

«له بده مرغه ويلای شم چې هیواد کې د اوسني وضیعت له امله د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیات شوی او ورځ تر بلې د خلکو نارضایتي له حکومته مخ په زیاتېدو ده.»

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلیمار وايي:

«حکومت دې خپل مسولیت ادا کړي، وضیعت ډېر خراب شوی په اوس او راتلونکي کې د نخبه ګانو د امنیت د ساتنی لپاره باید خپل مسولیت ادا کړي.  ترڅو سیاسي او ملي متفکرین ضایع  نه شي او نور د دوی د وژلو خبر وانه ورو.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا د حامد کرزي په مشرۍ پخوانی او د محمد اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت تورنوي چې د هدفي وژنو د دوسیو په افشا کولو کې یې هیڅ اقدام نه دی کړی.

د ولسي جرګې غړی قدرت الله ذکي څرګندوي:

په تاسف سره چې ۱۴ کاله هدفي وژنې روانې وې چې ډېر کسان د دښمنانو له خوا ووژل شول. په وار وار مو وړاندیز وکړ، خو دوی د دغو قتلونو یو عامل هم پیدا نه کړ او د دوي څیره یې افشا نه کړه.))

 

 

دولسي جرګې غړېراحله سلیم وايي:

«حکومت د دوی دوسیې نه دي څېړلې او څارنوالۍ ته يې هم نه دي معرفي کړي. دښمن هم پیاوړی شو ځکه حکومت کمزوری دی او د دغو وژنو عاملین حکومت کې دي.»

 د ولسي جرګې رییس له حکومت غوښتنه وکړه چې د ملي شورا د وژل شویو وکیلانو عاملین ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version