سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګه د ماليې او كورنيو چارو وزيرانو په استيضاح كې پاته راغله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې رئيس وايي، د مالیی او کورنیو چارو وزيرانو د استيضاح په اړه يو شمېر وكيلانو خپل لاسليكونه بېرته اخيستي نو له دې امله د اساسي قانون له مخې ټاكل شوې معيار، چې  شل سلنه رايې دي نه بشپړېږي.

د ولسي جرګې يو شمېرغړو په تېرو څو ورځو كې د كورنيو چارو د وزير غلام مجتبى پتنګ او د ماليې د وزير حضرت عمرزاخېلوال د استيضاح په اړه لاسليكونه اخيستي وو.

دې كسانو د ښاغلي پتنګ د استيضاح لامل د ولسي جرګې په غړو د دوى په كارونو كې د لاسوهنې تور او همدا راز د ښاغلي زاخيلوال د استيضاح لامل د ماليې په وزارت كې فساد او د عواېدو په راټولو كې ناغېړي ښودلې وه.

خو د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وايي:

ځينو دغو وكيلانو په دې اړه خپل لاسليكونه بېرته اخيستي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د كورنيو چارو وزير د استيضاح لپاره د ولسي جرګې د ۷۴ غړو لاسليكونه وروړل شوي، چي له دي ډلې ۱۷ تكراري او ۱۲ نور وكيلان له خپلو لاسليكونو تېر شوي دي.

د هغه په وېنا د ماليې وزير د استيضاح لپاره ۶۱ غړو فورم لاسليك كړى و، چي ۱۳ غړو خپل لاسلیكونه بېرته اخيستي او نه غواړي، چي وزيرا ن استيضاح شي.

د ولسي جرګې  رئيس وويل، له دې امله دوى نشي كولای، چي دغه وزيران استيضاح كړي.

خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي په دې كار د اعتراض په توګه د ولسي جرګي له غونډې څخه ووتل او د نوموړو وزيرانو له استيضاح څخه تېرېدل يې د ولسي جرګې پر وړاندي سپكاوى وګاڼه.

كه څه هم په پام كې وه، چې ولسي جرګه د چهارشنبې ورځې ( د غویی ۱۸ ) په غونډه كې د ټاكنو پرقانون بحث وكړي، خو په دې كار تر لفظي شخړې وروسته غونډه پاى ته ورسېده.

Trending

Exit mobile version