تازه خبرونه
ولسي جرګه د منشي په ټاکلو بریالۍ شوه
ولسي جرګه د اداري پلاوي د ټاکنو په لړ کې د منشي په ټاکلو بریالۍ شوه.
عبدالروف انعامي د منشي څوکۍ تر لاسه کړه، خو د جرګې د دویم مرستیال څوکۍ ته کاندیدان په دویم پړاو ټاکنو کې هم د پنځوس جمع یوې رایې په تر لاسه کولو بریالي نه شول.
په پام کې ده چې دغه پوست ته د سې شنبې په ورځ بیا ټاکنې وشي.
د منشي څوکۍ یا پوست لپاره سید اکرام او عبدالروف انعامی کاندیدان وو چې عبدالروف انعامی د ۱۰۴ رایو په کټلو سره د ولسي جرګې د منشي په توګه اعلام شو.
عبدالروف ابراهیمی دولسي جرکي رییس:
“عبدالروف انعامی د دولسي جرګي د غړو لخوا د ۱۰۴ تایید رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګي منشي وټاکل شوه.”
د ولسي جرګي د دویم مرستیال لپاره څلور کسان عارف رحمانی،محمد سرور فایز، فرهاد اعظیمی او غلام فاروق مجروح کاندیدان وو چې په لومړي پړاو کې یو هم د پنځوس جمع یوې رايې په ترلاسه کولو بریالي نه شول او ټاکنې د دو محکښو کاندیدانو غلام فاروق مجروح او فرهاد اعظیمی تر منځ دویم پړاو ته ولاړې.