تازه خبرونه

ولسي جرګه: د ټاكنيزو شكايتونو، شفاف او خپلواك چلند به پر ټاكنو د خلكو باور ټينګ كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې يو شمير غړي هيله څرګندوي، چي د ټاكنو د شكايتونو كميسيون په جرأت او پوره استقلاليت پاكې رايي له نا پاكو څخه جلا كړې وي. دوى وايي، د ټاكنيزو شكايتونو، شفاف او خپلواك چلند به پر ټاكنو د خلكو باور ټينګ كړي.
په داسې حال كې، چې د ولسمشريزو ټاكنو د وروستيو پايلو اعلان ته خلك ورځې شماري، د ولسي جرګې غړي يې بيا پر ځنډېدو اندېښنه څرګندوي.
د ولسي جرګې د چارشنبې ورځې ( د غویي ۲۴ ) په عمومي غونډه كې د ولسي جرګي دويم مرستيال صالح محمد سلجوقي د ټاكنو له خپلواك كميسيون څخه وغوښتل، چې د ولسمشريزو ټاكنو وروستۍ پايلې پر خپل وخت اعلان كړي.
په همدې حال كې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د څېړنو او وروستۍ پرېكړې په باب د ولسي جرګې ځيني غړي په دې شك او ګومان دي، چې دغه كميسيون به خپله دنده په پوره استقلاليت سرته رسولي وي.
په درغليو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو ښكېلتيا هم د ولسي جرګې د غړو پر اندېښنه اوښتې ده.
دوى وايي، په دوهم پړاو احتمالي ټاكنو كې د درغليو د مخنيوي لپاره په كار ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون هغه كاركوونكي مجازات او عدلي ارګانونو ته معرفي كړي، چې په درغليو كې ښكېل وو.
د اساسي قانون له مخې كه د ټاكنو په لومړي پړاو كې هېڅ يو كانديد د پنځوس جمع يوې رايې په ترلاسه كولو بريالى نه شي، دوه مخكښ كانديدان به په دوهم پړاو ټاكنو كې سيالي كوي.

Trending

Exit mobile version