سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګه: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر څرګندونې د قناعت وړ وې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزير، چې د ولسي جرګې له خوا استيضاح شو، څرګندونې يي د ډېرو استازو قناعت تر لاسه او پر خپل مقام پاتې شو.

د ولسي جرګې د شنبې د ورځې ( د لړم ۱۸ ) عمومي غونډه د كډوالو او بېرته راستنېدونكو چارو وزير جماهير انوري استيضاح ته ځانګړې وه.

د ولسي جرګې ډېرى استازو اداري فساد، له دندې څخه ناوړه استفاده، ناقانونه ګمارنې او د كډوالو ستونزو ته نه رسيدګي د هغه د استيضاح عوامل بلل.

د ولسي جرګې غړي شکریه بارکزۍ، ناهید فرید او نعیم لالی حمید زی وايي، په ګاونډيو هېوادونو ايران او پاكستان كې د كډوالو ستونزې د هرې ورځې په تېرېدو سره زياتېږي، خو د كډوالو وزارت د دې ستونزو په كمولو كې ګټور اقدامات نه دي كړي.

دوي همدارنګه وایي، وزارت داسې تړونونه لاسليك كړي، چې له مخې يي له اروپايي هېوادونو افغان كډوال وېستل كېږي.

خو د كډوالو چارو وزير جماهير انوري دا تور، چې وايي، له كوم هېواد سره افغانستان ته د افغان كډوالو د بېرته ستنولو تفاهم ليك لاسليك شوى، رد كړ، خو هغه په عين حال كې وويل، پر تړونونو به د نړيوالو ميثاقونو او يو لړ شرايطو په رڼا كې بيا كتنه وكړي.

دى مني، چې د ده ځينې خپلوان په وزارت كې ګمارل شوي، خو وايي، دا ګمارنې د افرادو وړتياو ته په پام سره شوې.

ښاغلى انوري  د كډوالو په ښارګوټو كې د فساد په اړه شوې ادعاوې ردوي او وايي، دوی ۶۲ ښارګوټي لري، چې ۵۲ يي د استوګنې لپاره مناسب امكانات نه لري ځكه  د استفادې وړ نه دي.

د كډوالو او بېرته را ستنېدونكو چارو وزير په ايران او پاكستان كې د افغان كډوالو په اړه وويل، چې په دې هېوادونو كې د تېر په پرتله د كډوالو ستونزې حل شوي دي.

هغه زیاته کړه، همدا اوس په ايران كې تر درې سوو زرو افغانان په بېلابېلو برخو كې پر زدكړو بوخت دي.

كه څه هم د ولسي جرګې يو شمېر استازو د كډوالو او بېرته را ستنېدونكو وزارت پر كړنو نيوكې وكړې، خو ډېرى استازو  د جماهير انوري څرګندونې د قناعت وړ وبللي او په دې ترتيب سره هغه پر خپل مقام پاتې شو.

Trending

Exit mobile version