سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګه غواړي د امنیتي تړون د لاسليک په باب لاسليکونه راټول کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په پام كې ده ولسي جرګه د چهار شنبې په ورځ ( د مرغومي ۲۵ ) د امنيتي سند د لاسليك د لانجې د حل لپاره لاسليكونه را ټول كړي.

د امنيتي تړون پر سر ناندريو په تېر يو كال كې د افغانستان د عامو خلكو افكار ځانته راړولي وو او مصروف يې ساتلي وو، دغه بهير تر يو ځاى د ولسي جرګې د غړو د صبر كاسه هم ډكه كړې ده.

په پام كې ده د چهار شنبې په ورځ  په ولسي جرګه كې د دغه تړون د لاسليك په باب لاسليكونه را ټول شي.

د ولسي جرګې غړې فوزيه كوفي وايي، چې د ولسي جرګې د رهبرۍ پلاوي هم د ولسمشرۍ په شان په دغه سند كې د خپلو ګټو پالنه كوي.

په همدې حال كې د كابل پوهنتون استاد طاهر هاشمي بيا خبردارۍ وركوي، چې كه د افغانستان او امريكا تر مېنځ امنيتي تړون لاسليك نه شي نو افغانستان به يو ځل بيا د كورنيو جګړو له بحران سره مخ شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د بهرنيو چارو وزير ويلي وو؛ كه د كابل او واشنګټن تر مېنځ امنيتي تړون لاسليك نه شي، نو له ۲۰۱۴ كال وروسته به د افغانستان لپاره د توكيو او شيكاګو د ناستو ژمنې  پلې نه شي.

Trending

Exit mobile version