سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګه غواړي د سولی د بهير د پر مخ وړلو لپاره یوه طرحه جوړه کړي
ولسي جرګه داسې يوه طرحه باندې كار كوي، چې د سولې عالي شورا به د همدغې طرحې له مخې خپل پروګرامونه تنظيموي. ولسي جرګې له هغه وروسته دا پرېكړه وكړه، چې د جرګې ډېريو غړو د سولې د عالي شورا پروګرامونه بې پاېلې وبلل.
سوله د هر افغان هيله ده، خو د وسله والو طالبانو له خوا د سولې بهير ته غاړه نه اېښودل د سولې بهير له ستونزو سره مخ كړى دى، د يو منظم پروګرام نه شتون، د افغانستان په وړاندې د پاكستان دوه مخۍ سياست، او دا ادعا، چې د سولې بهير كې د افغانستان ټول قومونه برخه نه لري هغه څه دي، چې د ولسي جرګې غړي پرې نيوكه كوي.
د ولسي جرګې غړو د رايو په اكثريت سره پرېكړه وكړه، چې په دې برخه كې به يو كميسيون جوړوي، چې دغه كميسيون به د سولې د بهير د پرمخ وړولو لپاره يوه طرحه جوړوي او د تصويب لپاره يې د جرګې غونډې ته وړاندې كوي.
په همدې حال كې د ولسي جرګې غړى شهزاده شاهد، چې د سولې د عالي شورا غړيتوب هم لري د سولې د شورا يو شمېر كړنې د پام وړ بولي.
بل خوا د سولې د عالي شورا چارواكو د دغې شورا پر خپلواكۍ ټينګار كړى او زياته یی کړه، چې تر دې دمه يې هم خپل كارونه په خپله او خپلواك ډول تر سره كړي دي.