سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګه غواړي د ټاكنو د خپلواك كميسيون اسناد وڅېړي
ولسي جرګه وايي، دوى به د ټاكنو د خپلواك كميسيون هغه اسناد وڅېړي، چې له مخې يې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو يو شمېر نوماندان ليرې شوي او يا هم په لومړني نوم لړ كې شامل شوي دي.
كه څه هم د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د راتلونكو ټاكنو د نوماندانو د لومړني نوم لړ له خپرېدو يوه اوونۍ تېرېږي، خو تراوسه هم د يو شمېر بنسټونو لپاره د بحث وړ موضوع ده.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي وايي:
د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د نوماندانو له نوملړ څخه د يو شمېر كسانو ليري كېدل د پوښتنې وړ دي.
د ولسي جرګې رئيس همدارنګه وايي، دوى به د ټاكنو د خپلواك كميسيون او ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون ټول اسناد او لاسوندونه وڅېړي .
د ولسي جرګې يو شمېر غړي منورشاه بهادري او شكيبا هاشمي د امنيت ټينګښت هم د ټاكنو لپاره اړين ګڼي او وايي:
په داسې حال كې، چې د ټاكنو ورځې رانيژدې كېږي امنيتي ستونزې هم ډېروالى مومي.
د ولسي جرګې دا غړي په دې برخه كې د امنيتي ارګانونو كړنې او هڅې كافي نه ګڼي او زیاتوي امنيتي ارګانونه بايد په ټاكنو كې بشپړ ناپيلتوب وساتي.
ولسي جرګه په داسې حال كې دا اندېښنه ښيي، چې د كورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد كې د راې وركولو د ۶۸۰۰ مركزونو له ډلې ۱۱۰۰ يې د وسله والو له جدي ګواښ سره مخامخ او ۲۵۹ نوربه له دې امله وتړل شي، چې د وسله والو مخالفينو تركنترول لاندې سيمو كې دي.