سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګه: كابل ښاروال دې د ولسمشر لخوا ګوښه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې د مخابراتو، لارو او ښارواليو كميسيون وايي، د كابل ښاروال كار د كابل ښار د اوسېدونكو او استازو لپاره د قبول وړ نه دى.

د ولسي جرګې د مخابراتو، لارو او ښارواليو د كميسيون يو شمېرغړو د يكشنبه په ورځ ( د غویی لومړی ) په كابل كې د ښاروالۍ، ترافيكو رياست او ځمكني ترانسپورت چارې وارزولې.

د ولسي جرګې د مخابراتو، لارو او ښارواليو د كميسيون رئيس قيس حسن وايي:

د كابل ښار ډېرې ستونزې د سړكونو د خرابوالي له امله دي. د دغه كميسيون رئيس له ولسمشر څخه وغوښتل، چې ښاروال له دندې ليرې كړي.

له بلې خوا د كابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستيال محمد نعيم خوږمن علومي وايي:

په تېرو درېيو كلونو كې كابل ښاروالۍ توانېدلې، چې د شپې او ورځې كار وكړي او د سړكونو په پخولو سره د كابل بڼه تر ډېره حده بدله كړي.

نوموړی زیاتوي، چې روان لمريز كال په كابل كې په معياري توګه د نويو سړكونو د جوړولو له ۱۰۰ ډېرې پروژې دوام لري، خو دا ښار ۱۵۰۰ كيلومتره سړك جوړولو ته اړتيا لري.

دا په داسې حال كې ده، چې دوه كاله وړاندې كابل ښاروالۍ اعلام كړى و، چې د كابل ښار د واټونو جوړول يوازې اته مياشتې كار غواړي.

Trending

Exit mobile version