سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګه : ولسمشر او د هغه دواړه مرستيالان بايد په ځانګړې محكمه كې محاكمه شي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په لوېديځو رسنيو او په ځانګړې توګه په نيويارك ټايمز ورځپاڼه كې د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر ته د امريكا د استخباراتو لخوا د پېسو د وركړې رپوټونه خپاره شول، د افغانستان ولسي جرګې يې په وړاندې تند غبرګون څرګند كړ.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، چې ولسمشرۍ په دې كار سره د افغانستان ملي حاكميت ته زيان اړولى او تر پوښتنې لاندې يې راوستلى دى.
ځنيو نورو ببا جدي دريځ خپل كړى وو. دوى ويل، چې ولسمشر او د هغه دواړه مرستيالان بايد په ځانګړې محكمه كې محاكمه شي.
كه څه هم ولسي جرګه په دې اړوند كومې مطلوبې پاېلې ته ونه رسېده، خو پرېكړه دا وشوه، چې د تړلو دروازو تر شاه به په دې اړوند غونډه جوړوي او بيا به خپله پرېكړه اعلان كړي.
تر دې مخكې د افغانستان مشرانو جرګې له ولسمشرۍ څخه غوښتنه وكړه، چې د بهرنيو استخباراتو څخه د ترلاسه كړيو پېسو په اړوند سپيناوى وركړي.