تازه خبرونه

ولسي جرګه: ولسمشر قوانين تر پښو لاندې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د هغه څه له امله په ولسمشر کلکې نیوکې وکړې چې په وینا یې له قوانینو سرغړونه کړې او بهرنی سیاست هم نه لري. دوي وايي، ولسمشر هېواد له سختو ستونزو سره مخامخ کړی.

 د ولسي جرګې غړي وایي چې د سرپرستانو او د برېښنایی تذکرو قوانین تصویب او توشېح شوي، خو ولسمشر یې نه اجرا کوي. ولسي جرګې په ولسمشر غږ وکړ چې د بهرني سیاست طرحه ژر د تصویب له پاره ملي شورا ته واستوي.

ولسي جرګه په حکومت نیوکه کوي چې په وینا یې قوانین تر پښو لاندې کوي او بهرنی سیاست هم نه لري. د ولسي جرګې رییس وایی، له یوې خوا افغانستان کې د بهرنیانو په ځانګړې توګه پاکستان لاسوهنې دوام لري، له بلې خوا د ملي یووالي حکومت د هېواد ستونزو ته پاملرنه نه کوي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي:

«زما مخاطب ولسشمر دی چې باید ژر تر ژره د هېواد بهرنی سیاست ملی شورا ته د تصویب له پاره واستوي. د ولسمشر لومړي دنده له قوانینو څخه ساتنه ده د سرپرستانو او الکترونیکي تذکرو قانون توشیح شوی خو دا د ولسشمر ګناه ده چي په اجرا کولو کې یې نیمګړتیا کوي»

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمان رحماني وايي:

«د هېواد بهرنی سیاست باید چې په لويه جرګه کې د خلکو په مشوره جوړ شي خو اوس مهال یوازې د دواړو مشرانو له خوا پرته د خلکو له مشوري په پام کې نیول کېږي چې د هېواد په زیان دی.»

د ولسي جرګې غړی شیر ولي  وردګ وايي

«له امریکا غواړو چې یا له پاکستان سره متحد شی یا ترهګر په افغانستان کې ختم کړي.»

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي د هېواد د سیاسي، امنیتي او ټولینزو ستونزو په اړه د اندېښني په څرګندولو سره  د ملي یووالي حکومت مشران په نه وړتیا تورن کړل.

د ولسي جرګې بل غړی عباس ابراهیم زاده بيا وايي:

«د کندوز جګړې د حکومت اعتبار له صفر سره برابر کړ د ملي یووالي حکومت بی تفاوته او کمزوری دی د خلکو شتمني چور او تالان شوه بهرنیان هم له موږ سره خیانت کوي یوه ورځ په الوتکو کې طالب او بله ورځ حکومت انتقالوي.»

په ولسي جرګه کې د کنړ د خلکو استازی صالح محمد صالح څرګندوي:

«ولسمشره پر تا غږ کوو چې رایه دې ولس درکړې او په تاریخ کې به ستا په تندي داسې شیان ولیکل شي چې تر اوسه د هېڅ ولسمشر په تندي نه وو لیکل شوي. هر جهادي، پخواني والیان او وزیران چې غونډې جوړې کړي ته بیا مشاوریت ورکوې، دا هېواد خو یوازي ستا نه دی باید چې د قانون په اساس اجرات وکړې.»

دغه نیوکې په داسې مهال کېږي چې هېواد کې ناامنیو تر بل هر وخت زیات زور اخیستی او د زیاترو په باور هېواد څرګند بهرنی سیاست نه لري چې همدې ستونزې جوړې کړې دي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version