سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګه: پر ولسمشر باید فشار واچول شي، تر څو امنیتي تړون ژر تر ژره لاسليک کړي
د ولسي جرګې يو شمېر غړي له امريكا سره د امنيتي تړون پر لاسليك ټينګار كوي او وايي، چي ولسي جرګه بايد د دغه تړون د لاسليك په اړه د غبرګون په ښودلو سره پر ولسمشر فشار واچوي، چې دغه تړون ژر تر ژره لاسليك كړي.
د كابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون د لاسليك پر ځنډ د افغانستان د ولسي جرګې يو شمېر غړي اندېښمن دي او پر ولسي جرګه غږ كوي، چې پر افغان ولسمشر فشار زيات كړي، چې دغه تړون ژر تر ژره لاسليك كړي.
د ولسي جرګې غړي رېحانه ازاد او نظیفه ذکي د افغانستان ګټې او د راتلونكو ټاكنو شفافيت هم د كابل او واشنګټن تر منځ له امنيتي تړون سره تړلي بولي.
د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي بيا په دې اړوند هر ډول بحث له وخت مخكې بولي او يو شمېر نور غړي بيا وايي، چې د امنيتي تړون په باب بېړه د هېواد په ګټه نده.
دا په داسې حال كي ده، چې رپوټونه وايي، په كابل كې د امريكا سفير جيمز كنينګم امريكايي چارواكو ته په يوه پېغام كې ويلي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى دې ته نه دى تيار، چې تړون له ټاكنو مخكې لاسليك كړي.