تازه خبرونه

ولسي جرګه: کابینه دې د ټاکل شوي ضرب الاجل له مخې اعلان شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې غړي د نوې کابینې په اعلام کې ځنډ د اندیښنې وړ بولي او له حکومت غواړي چې نوي کاندید وزیران ژر معرفي کړي.

ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نوې کابینه به په دوو تر څلورو اوونیو کې اعلام شي؛ خو د مشرانو جرګې غړي وایي، که حکومت بیا هم د دغه ټاکل شوي ضرب الاجل له مخې نوې کابینه اعلام نه کړي، وضعیت به کړکېچن شي او د ملي یووالي حکومت به خپل اعتبار له لاسه ورکړي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په هېواد کې امنیتي، اقتصادي، ټولنیزې او نورې ستونزې له دې امله بولي چې نوې کابینه نه ده اعلام شوې. دوي په دې برخه کې د اندیښنې په ښکاره کولو سره د ملي یووالي له حکومت غواړي چې نوې کابینه ژر اعلام کړي.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د حکومت دا پریکړه ستایي چې د وزارتونو مرستیالان یې د سرپرستانو په توګه وګمارل؛ خو دوی وایي، د سرپرست والیانو په اړه هم باید ورته پریکړه وشي، ځکه د دوی د سرپرستۍ موده هم  پای ته رسېدلې ده.

ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ژمنه کړې وه چې نوې کابینه به په ۴۵ ورځو کې اعلام کړي؛ خو د ملي یوالي د حکومت له جوړېدو دوه میاشتې او څو ورځې تیریږي، لا نوې کابینه نه ده معلومه.

Trending

Exit mobile version