سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګې ته وړانديز شويو وزيرانو د باور رايې ترلاسه كړې
د حكومت لخوا ولسي جرګې ته وړانديز شويو دوو وزيرانو د باور رايې ترلاسه كړې. ولسي جرګې د کورنيو چارو او سرحدونو او قبايلو چارو كانديد وزيرانو، پر اساسي قانون د څار کمېسيون يوه غړي او د سترې محکمې د عالي شورا كانديد ته د باور رايه ورکړه.
عمر داود زى د کورنيو چارو وزارت د نوماند وزير، محمداکرم خپلواک د سرحدونو او قبايلو نوماند وزير، پروفيسور برات علي متين د سترې محکمې عالي شورا د نوماند غړي او نصرالله ستانکزى او لطف الرحمن سعيد د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د نوماند غړو په توګه په ولسي جرګه كې پرې بحث وشو.
خو د جرګې غړو د ځينو كانديد انو تحصيلي اسناد باوري نه بولي.
اداري پلاوى د وكيلانو نيوكې بېځايه بولي او خبره د جرګې له غونډې څخه د رمضان بشردوست په وېستل كېدو تمامه شوه.
وروسته كورنيو چارو وزارت ته كانديد عمر داوود زي او د سرحدونو اقوامو او قبايلو چارو وزارت ته كانديد اكرم خپلواك خپل پلانونه او تګلارې ولسي جرګې ته وړاندې كړې.
كانديدانو ته د باور رايو صندوقونه كېښودل شول، خو د جرګې غړو پر ادارې پلاوي نيوكې كولې، چې د جرګې غړو ته بې احترامي كوي.
محمد عمر داوود زي د ١٥٣ موافقو، ٥٥ مخالفو، رايو په لرلو سره د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو.
محمد اکرم خپلواک د ١٣٢ موافقو، ٦٩ مخالفو رايو په لرلو سره د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير په توګه وټاکل شو.
دغه راز د رايې ورکونې په پاېله کې برات علي متين د ١٥٤ موافقو، ٥٠ مخالفو او ١٧ سپينو رايو په لرلو سره د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه او لطف الرحمن سعيد د ١٥٩ موافقو، ٤٠ مخالفو رايو په لرلو سره د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړ.
نصرالله ستانکزي د ١٠٦ موافقو، ٨٦ مخالفو ، ٢٣ سپينو او ٩ باطلو رايو په ترلاسه کولو سره ونه شو کړاى، چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون غړيتوب ترلاسه کړي.