تازه خبرونه
ولسي جرګې دوه نوماند وزیرانو او د مرکزي بانک مشر ته د باور رای ورنکړه
ولسي جرګې نن (چارشنبه د لیندۍ ۱۲) د عامې روغتیا، اقتصاد او سرحدونو، قومونو او قبائیلو چارو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې.
د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې احمد جواد عثماني د ۱۴۵ رایو په تر لاسه کولو د عامې روغتیا، محب الله صمیم د ۲۰۹ رایو په خپلولو د سرحدونو، قومونو او قبایلو او کریم حمید فارابي د ۱۳۶ رایو پخپلولو د اړوند چارو د وزیرانو په توګه ومنل شول.
په دې ناسته کې د پوهنې وزارت ته نوماند وزیرې رنګینه حمیدي د ۱۱۴ رایو، د افغانستان بانک نوماند مشر اجمل احمدي د ۷۲ رایو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي د ۱۱۸ رایو په ترلاسه کولو اړوند وزارتوتونو ته د وزیرانو په توګه بریالي ونه پېژندل شول.
په پای کې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني له حکومت وغوښتل، چې اړوند وزارتونو او د افغانستان بانک مشرتابه ته نوي نوماند وزیران او مشر وروپېژني.
دا په داسې حال کې ده د سې شنبې پر ورځ د افغانستان بانک مشر او پېنځه نوماندانو ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړي دي.