تازه خبرونه

ولسي جرګې د افغانستان بانك د رئيس د استيضاح پرېكړه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرګې د افغانستان بانک د رئیس د استیضاح پرېكړه وروسته له دې وكړه، چې د جرګې استجوابيه غونډې ته نورالله دلاوري ورنغى.

د ولسي جرګې غړي منورشاه بهادري،عارف رحماني او رمضان بشر دوست پر نور الله دلاوري نيوكې كوي، چې مديريت يي كمزورى دى او د قانون خلاف د بانك كاركوونكو ته لوړ معاشونه وركوي.

د ولسي جرګې غړی نقیب الله فایق پر نور الله دلاوري تور پورې كوي، چې دوه ګونى تابعيت لري او د هغه په خبره قصدا نه غواړي ولسي جرګې ته راشي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهیمي استجوابيه غونډې ته د نور الله دلاوري نه ورتګ د خلكو استازو ته د سپكاوي په توګه تعبير او د هغه دا كړنه يي له قانون سرغړونه وبلله.

د افغانستان بانك د رئيس نور الله دلاوري د استيضاح لپاره د ولسي جرګې ۵۷ غړو لاسليكونه وكړل او اداري پلاوي ته يي وسپارل، چې له بهر څخه تر بېرته را ستنېدو وروسته نوموړى استيضاحيه غونډې ته را وغواړي.

Trending

Exit mobile version