تازه خبرونه

ولسي جرګې د تروریزم د تمویل څخه د مخنیوي قانون تصویب کړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرگې د تروریزم د تمویل څخه د مخنيوي د قانون طرحه په ۵ فصلونو او ۲۹ مادو کی تصویب کړ. د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون وایی، چی دغه قانون د نړیوالو معیارونو پر اساس جوړ شوی او د افغانستان په سیاسي او اقتصادي بهیر کی ډېر مهم رول لري.
د ولسي جرګې د ملی اقتصاد کمیسیون مسئولین له ترویزم سره د تمویل څخه د مخنيوی قانون د افغانسان د سیاسي او قتصادي بهیر لپاره ډېر اړین بولي او پر حكومت يي نيوكه وكړه، چې ولسي جرګې ته يي د دې قانون د طرحې په لېږلو كې دوه كلن ځنډ وكړ.
د دغه قانون لسمه ماده اختلافی وه، په دې ماده كې راغلي، چی د ملي امنیت شورا مکلفه ده هغه کسان چی د تروریزم د تمویل په تور مجرم پېژندل کېږي، له اسنادو او شواهدو سره سم د د تعذیراتو په لیست کی شامل کړي.
دولسي جرګې غړو محی الدین مهدي او شکریه بارکزۍ بیا غوښتنه درلوده، چې دا چاره دې وزيرانو شورا ته وليږدول شي.
په دې ماده كې كه څه هم بحثونه وشول خو بدلون په كې را نغى. ولسي جرګې د تروریزم څخه د مخنیوي قانون په ۵ فصلونو او ۲۹ مادو کی تصویب کړ.
همداراز د پېسو د سپينولو او له جرمونو څخه د راپیدا شویو عوایدو د مخنیوي قانون چي ۸ فصلونه او ۴۵ مادې لري، د ولسي جرګي په ګډ كميسيون كي تر بحث لاندې ده. د ولسي جرګې غړي وايي، ژر به دا طرحه هم عمومي غونډې ته وړاندې او تصويب به شي.

Trending

Exit mobile version