سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګې د تنباكواو دخانياتو د كنټرول قانون تصويب كړ
د ولسي جرګې د روغتيا كميسيون وايي، چې د تنباكو او دخانياتو قانون كې يو لړ تعديلات راوستل شوي او د ماليې وزارت ملكف ګڼل شوى، چې د تنباكو او دخانياتو د كنټرول په موخه په دغه توكو ګمركي تعرفې پنځوس سلنه لوړې كړي.
ولسي جرګي د دوشنبي په ورځ ( د مرغومي ۱۶ ) عمومي غونډه كي د تنباكو او دخانياتو د كنټرول د قانون په طرحه بحث وكړ.
د ولسي جرګي د روغتيا د چارو د كميسيون غړی مجیب الرحمن څمکنی وايي:
دغه قانون د دخانياتو د كنټرول او مخنيوي لپاره ډېر اړين دی څو په راتلونكي كې خلك له دغو مضرو توكو څخه مخنيوى وكړي.
د دغه كميسيون مسئولين همدارنګه وايي، په دغه قانون كي يو لړ تعديلات وضع شوي، چي له مخه يي د تنباكو او دخانياتو د كنټرول په موخه ګمرګي تعرفي لوړې او هغه كسان، چي په سر پوښلي او د خلكو په منځ كي له دخانياتو څخه استفاده كوي درې سوه افغانۍ جريمه شي.
خو د ولسي جرګې غړي عبيد الله رامين، حبيبه دانش او ګلالۍ نور صافي وايي، چې د سګرټو ګمرګي محصول بايد تردې لا لوړ شي تر څو په دې سره يي د وارداتو مخه ونيول شي.
خو د ولسي جرګې غړي مجيد قرار او ملا تره خېل محمدي بيا د دغه قانون د تصويب سره مخالفت ښيي او وايي، د دغه قانون تصويب د اسلامي شريعت خلاف دى ځكه، چي هر راز نشه يي توكي د اسلام له نظره حرام دي.
په ولسي جرګه كي تر ډېرو بحثونو وروسته دا قانون په ۵ فصلونو او ۲۵ مادو كي تصويب شو.