تازه خبرونه
ولسي جرګې د حکومت په بهرني سیاست نیوکه وکړه
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د حکومت په بهرنۍ پالیسي او د ولسمشر په دې خبرو چې ویلي یې دي د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی، نیوکې وکړې.
دوی وایي، د ولسمشر دا خبرې هېواد د کړکیچ خواته بیایی.
د ولسي جرګې غړي د روانو ناامنیو عوامل د پاکستان نه همکاري، له ترهګرو د هغه هېواد ملاتړ او د ملي دفاع وزیر نه شتون بولي.
د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې غونډې کې پریکړه وشوه چې اړوند کمیسیونونه یوه جامع امنیتي طرحه جوړه او ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.
ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر سره خبري ناسته کې ویلي و چې باید د کابل دښمن د اسلام آباد او د اسلام آباد دښمن د کابل دښمن وګڼل شي.
د هغه دغو خبرو د ولسي جرګې ځینې غړي غصه کړي او وایی دا ډول څرګندونې هېواد بحران سره مخامخ کولای شي.
د ولسي جرګې غړی فرهاد صدیقي:
“دا د ولسمشر خام سیاست ده چې وایي د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی. د پاکستان دښمن هند دی چې موږ ور سره دښمني نه لرو او په سیمه کې له ټولو هېوادونو سره زمونږ اړیکې ښې دي.“
دولسي جرګې غړی ذکریا دکزیا:
“د پاکستان د چارواکو تګ راتګ یوازې د دې لپاره دی چې د جګړې جغرافیه له وزیرستان څخه شمال ته وغځوي. له سیاسي مذاکراتو څخه باید چې امیتاز تر لاسه کړو، نه داچې امتیاز ورکړو.“
د ولسي جرګې ځینې غړي د ناامنیو اصلي عوامل له ترهګرو سره د پاکستان همکاري، د ملي دفاع وزیر نه شتون او د حکومت له خوا د بهرنۍ پالیسي نه جوړېدل بولي.
دولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي:
“مخالفین او ترهګر د پاکستان له لوري تمویل کیږي، دولت بهرنی سیاست نه لري. د جګړې پلان چې ملي دفاع وزیر یې باید طرحه کړي، نلرو.“
دولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح:
“باید د ناامنیو د ختمیدو لپاره له خلکو سره په همغږي روان شو، پرته له دې به افغانستان د سیمې او نړۍ لوبه وګرځي او دغه هېواد به بیا هم قرباني ورکړي.”
ولسي جرګې د کورني امنیت، دفاعي چارو او د نړیوالو چارو کمیسیونونو ته دنده وسپارله چې له امنیتي چارواکو سره یوه ګډه امنیتي طرحه جوړه او د ولسي جرګې له تصویب وروسته حکومت ته وړاندې کړي.
خبریال: عبدالعزیز کریمي