سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګې د دولت ټول پېشنهادي وزيران تائيد كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د ولسمشر حامد كرزي پنځه پيشنهادي وزيران تائيد كړل. ضرار احمد عثماني، دين محمد مبارز راشدي، محمد اكبر باركزى، شاكر كارګر او محمد عارف نورزى د حكومت پيشنهادي كانديدان و، چې د ولسي جرګې غوڅ اكثريت رايي يي وګټلې او د وزيرانو په توګه تائيد شول. ولسي جرګې دين محمد ګران او عبدالقادر عدالت خواه هم د سترې محكمې د شورا د غړو په توګه تائيد كړل.

په ولسي جرګه كې وضعيت بل ډول دى، اكثر استازي راغلي ښايي، دوی د دولت د كابينې پنځو پېنشهادي وزيرانو ته د رايو وركولو په خاطر جرګې كې حاضر شوي وي.

د جرګې د پېل خبرې داخلي ستونزو پورې را ټولې وې، چې د استازو كم كاري او د جرګې ناتواني د بحث موضوعات و.

د ولسي جرګې رئيس د كميسيونونو پر حالت او دا، چې اكثر استازي جرګې ته نه راځي، خپګان ښكاره كړ او ويي وېل همدې غېر حاضريو ډېر قوانين له تصويب غورځولي دي.

كانديد وزيران او د سترې محكمې پيشنهادي غړي تالار ته راغلل. د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني وايي، كه يي د وزير په توګه رايې وګټلې، افغانستان ته به مشخص بهرنى سياست جوړوي، امنيتي هوكړه ليك ته هم نوموړي اشاره وكړه.

دين محمد مبارز راشدي د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته كانديد دى، دى وايي تر اوسه حكومت له نشه يي توكو سره مبارزه په جدي توګه پر مخ نه ده وړې او كه چېرې يي د استازو باور تر لاسه كړ، د نشه يي توكو ګراف به را ټيټ كړي.

نورو وزيرانو هم خپل  پروګرامونه بيان كړل. خو داسې ښكاري، چې د دوی خبرې د ولسي جرګې ځينو استازو ته ارزښت نه لري.

ولسي جرګې د دولت ټول دا پيشنهادي وزيران تائيد كړل خو له انتظار لرې.

ضرار احمد عثماني د ۱۸۳ تائيد او ۳۲ رد رايو په ترلاسه كولو سره د بهرنيو چارو وزير شو، دين محمد مبارز راشدي د ۱۶۶ تائيد او ۵۱ رد رايو په تر لاسه كولو سره د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير شو. شاكر كارګر د ۱۶۳ تائيد او ۳۴ رد رايو په ګټلو سره د سوداګرۍ وزير شو. محمد اكبر باركزى د ۱۶۴ تائيد او ۵۳ رد رايو په تر لاسه كولو سره د كانونو وزير شو او محمد عارف نورزى د ۱۷۷ تائيد رايو او ۴۰ رد رايو په ګټلو سره د انرژۍ او اوبو وزير شو. دين محمد ګران د ۱۴۶ تائيد او ۶۴ رد رايو په تر لاسه كولو سره د سترې محكمې د عالي شورا غړى او عبدالقادر عدالت خواه هم د ۱۶۰ تائيد رايو په ګټلو سره  د سترې محكمې د عالي شورا غړيتوب تر لاسه كړ.

Trending

Exit mobile version