سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګې د رايو په ترڅ كې دویم مرستیال او دویم منشي وټاکل
ولسي جرګې د رايو په ترڅ كې دویم مرستیال او دویم منشي وټاکل خو د لومړي مرستیال او لومړي منشي په ټاكلو بريالي نه شول.
ملي شورا د هر کاري کال په پېل کې د دواړو جرګو لومړى او دويم مرستيال، منشي او مرستيال منشي د استازو د رايو پر بنسټ ټاکي.
صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې د دويم مرستيال او عرفان الله عرفان د دې جرګې د نايب منشي په توګه وټاکل شول، خو د لومړي مرستيال او منشي د څوکيو لپاره کانديدانو اړينې رايې ترلاسه نه شوې کړاى.
ملي شورا د ژمي له يوې نيمې مياشتنۍ رخصتۍ وروسته، د شنبې په ورځ ( د کب ۲۴ ) ولسمشر پرانيستله او د يكشنبې په ورځ د ولسي جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره ټاکنې وشوې.
د ولسي جرګې د یکشنبې ورځی ( د کب په ۲۵ ) په عمومي غونډه کې ٢٠١ تنه حاضر وو او هر کانديد بايد د برياليتوب لپاره ١٠١ رايې ترلاسه کړې واى.
د دې جرګې د دويم مرستيال د څوکۍ لپاره له کانديدانو څخه صالح محمد سلجوقي د ١٠٥ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره دې څوکۍ ته وټاکل شو او سيال يې نعمت الله غفاري ٦٦ موافقې رايې لرلې.
د جرګې د لومړي مرستيال د څوکۍ لپاره د ننګرهار استازي ميرويس ياسيني او حاجې ظاهر قدير، د منشي د څوکۍ لپاره د زابل استازي عبدالقادر قلاتوال او د ننګرهار استازى سيداکرام ځانونه كانديد كړي و خو د اړينو رايو په ترلاسه كولو بريالي نه شول.
ظاهر قدير ٨٢ او ميرويس ياسيني ٦٥ موافقې رايې لرلې او په دې توګه يوه هم ونه شواى کړاى، چې د لومړي مرستيال څوکۍ خپله کړي.
دغه راز سيداکرام ٨٢ او عبدالقادر قلاتوال ٥٧ موافقې رايې لرلې او ويې نه شواى کړاى، چې د منشي د څوکۍ لپاره اړينې رايې ترلاسه کړي.