انځوريز خبرونه
ولسي جرګې د قران کریم دوه قاریان او د کرکټ ملي لوبډله وستایله
ولسي جرګې د قرانكريم دوه قاريان، چې په دوو نړيوالو سياليو كې يې غوره مقام ګټلى او د كركټ ملي لوبډله وستايله.
احمد رشاد او ضياالله هغه افغان قاريان دي، چې په مصر او جده كې يې د قرانكريم د تلاوت په سياليو كې غوره مقامونه خپل كړى دى.
قاري احمد رشاد په مصر كې د قرانكريم د ترتيل او تجويد په سياليو كې، چې ۱۲۱ هېوادونو څخه قاريانو په كې ګډون كړى و لومړى مقام خپل كړى.
همداراز ضيا الله ته په هغو سياليو كې، چې د قرانكريم د حفظ په برخه كې په جده كې ترسره شوې د ممتاز لقب وركړل شوى دى.
د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي دا د قران کریم قاريان او د كركټ د ملي لوبډلې لوبغاړي، چې د ۲۰۱۵م كال د كركت نړيوالو سياليو ته يې لاره موندلې په ډالیو او مډالونو وستايل.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي د داسې كسانو ستاينه يو غوره ګام ګڼي او د جرګې له غړو څخه غواړي، چې په دې برخه كې خپلې ژمنې عملي كړي.
دوى وايي، څه موده وړاندې د فوتبال ملي لوبډلې سره هم ګڼې ژمنې وشوې، خو تر اوسه هم ځينې نه دي عملي شوي.
ولسي جرګې د شنبې ورځې ( د لړم ۱۱ ) په عمومې غونډه كې دغه راز د سوداګرى د نماينده ګيو د قانون طرح په پنځو فصلونو او ۳۴ مادو سره تصويب كړه.