سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګې د كابينې څلور وزيران استيضاح كړل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سوداګرۍ، اقتصاد، کانونو او اطلاعاتو فرهنګ وزیرانو د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې ( د وري ۱۲ ) په استيضاحيه غونډه كې وويل، چې دوى له پنځوسو فيصدو زياته پرمختيايي بودجه لګولې ده.

كه څه هم د ولسي جرګې د پرېكړې له مخې د كابينې هغه وزيران بايد استيضاح شوي واى، چې ندي توانېدلي د ديارلس سوه نويم كال پرمختيايي بودجه له پنځوسو فيصدو لږه مصرف كړي، خو استيضاح شوي وزيران وايي:

دوى له پنځوسو فيصدو زياته پرمختيايي بودجه مصرف كړې ده.

د کانونو وزیر وحید الله شهرانی او د اقتصاد وزیرعبدالهادی ارغندیوال زیاتوې، چې په زياتره مواردو كې له دوى سره ژمنه شوې پېسې مرستندويانو په وخت نه دي وركړي.

د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدی او د اطلاعاتو فرهنګ وزیرسید مخدوم رهین وایی، چي دوى د ۱۳۹۰ كال اووه شپېته په سلو كې پرمختيايي بودجه مصرف كړې ده.

د وزيرانو څرګندونې د ولسي جرګې د غړو قناعت حاصل نه كړ، نو ولسي جرګې پرېكړه وكړه، چې په دې باب به د ماليې وزير د لا زياتو معلوماتو لپاره را وغواړي.

ټاكل شوې، چې د اوبو او انرژی، پوهنی له مخدره توکو سره د مبارزې وزیران به د چهارشنبی په ورځ ( د وري ۱۴ ) استيضاخ كړي.

Trending

Exit mobile version