انځوريز خبرونه

ولسي جرګې د هېواد په روان امنیتي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړي امنیتي چارواکي په بې کفایتي تورنوي او وایي، که امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه شي، کندز ولایت او د فراه ځینې ولسوالۍ به د وسلوالو تر کنترول لاندې راشي.
دوی له ولسمشر غواړي چې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره هڅه وکړي او یوه اساسي حل لار پیدا کړي.
په هېواد کې د ناامنیو وروستیو پېښو د ولسي جرګې غړي اندیښمن کړي دي. دوي خبرداری ورکوي چې د دې احتمال شته چې کندز ولایت سقوط وکړي.
ولسي جرګې ولسمشر ته د یوه لیک په استولو غوښتنه کړې چې د افغانستان امنیت په خپل لومړيتوبونو کې ونیسي، ځکه چې افغانستان د نا امنۍ خطر ګواښي.
د ولسي جرګې ځینې غړي په دې باور دي چې د اوسنیو اقتصادي او امنیتي ستونزو یو عمده دلیل دا دی چې د کابینې غړي او والیان سرپرستان شوي. دوي له ولسمشره غواړي چې نوې کابینه ژر جوړه او ولسي جرګې ته معرفي کړي.

Trending

Exit mobile version