سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګې د ټاکنو د قانون طرحه، تصویب كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو د قانون دا طرحه د چهار شنبې په ورځ ولسي جرګې تر يو لړ بدلونونو وروسته د رايو په اكثريت تصويب كړه، خو د ټاكنو د كميسيون د تشكيل، دندو او صلاحيتونو د قانون مسوده يو ځل بيا د بحث لپاره د ولسې جرګې د كميسيونونو ګډې جرګه كۍ ته واستول شو.

حکومت د قانون  دا طرحه تېر کال په مرغومي مياشت کې ولسي جرګې ته ور استولې وه.

ولسي جرګې د ټاكنو د قانون د طرحې پر ١١ اختلافي مادو په تېرو څو غونډو کې بحثونه وکړل او ځيني بدلونونه يې په کې راوستل.

د چهار شنبې په ورځ ( د غبرګولي لومړی ) دې طرحې ته د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې له حاضر ١٣٦ تنو څخه ١٠١ تنو د تصويب لپاره موافقه رايه ورکړه.

په همدې وخت كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون د تشكيل، دندو او صلاحيتونو د قانون مسوده د ځينو اختلافي موادو له كبله بيا هم د جرګې ګډې جرګه ګۍ ته د غور لپاره ولېږل شوه.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د تشكيل، دندو او صلاحيتونو د قانون په مسوده كې اته موارد داسې دي، چې ولسمشرۍ  يې له اساسي قانون سره په ټكر كې بولي.

د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، چې د دغه قانون په تصويب كې ځنډ راوستل به د جرګې موقف ته زيان ورسوي.

دوى غوښتنه كوي، چې د رايه وركوونكو د نوم ليكنې مخكې، چې د مرغومې په پنځمه پېلېږي، بايد دا قانون په ولسي جرګه كې تصويب شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو لپاره نهه مياشتې پاتې دي، خو د ټاكنو د امنيت په اړوند د ټاكنو د خپلواك كميسيون چارواكي سر له اوسه اندېښمن دي.

Trending

Exit mobile version