سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګې د ټوليزو رسنيو د قانون ترحه تصويب كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرګې د ټولیزو رسنیو په قانون كې د ۴۴ مې مادې په ورزياتولو سره، چې د شكايتونو د اورېدو د كميسيون په راس كې به د اطلاعاتو او كلتور وزير وي، تصويب كړه. دا قانون په داسې حال کې تصويب شو، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي پدې باور دي، چې د دغې مادې زياتول د دغه كميسيون فعاليتونه تر پوښتنو لاندې راولي.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې ( د تلی ۶ ) غونډه د معمول له مخې له ناندريو سره پېل شوه.

د ولسي جرګې غړې شكريه باركزۍ د دې جرګې پر فعاليتونو په نيوكو سره وايي، چې دغه جرګه په يوه فرقه يي تنظيم بدله شوې ده او ټولې پرېكړې يې سليقوي شكل لري.

د دغې غونډې په ترڅ كې ولسي جرګې د رسنيو په قانون كې ۴۴مه ماده هم ورزياته او هغه يې تصويب كړ.

پدې ماده كې ويل شوي، چې د اطلاعاتو او كلتور وزير به د رسنيو د شكايتونو اورېدو كميسون مشري پر غاړه ولري.

خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي د دې كميسيون په راس كې د اطلاعاتو او كلتور وزير موجوديت ناسم بولي.

د دغه قانون لپاره د رايې وركولو په بهير كې د تل په څېر د نصاب د كمښت موضوع مطرح وه.

د ولسي جرګې چارواكو د جرګې د غېر حاضرو غړيو د حاضرۍ خونې وتړلې.

د ولسي جرګې يو شمېر داسې غړي هم شته، چې خپله حاضري لاسليكوي او بېرته له مجلسه وځي.

په داسې حال كې، چې د قانون د تصويب موضوع پای ته ورسېده، خو د غېر حاضرو وكيلانو پر سر جنجالونه روان وو.

Trending

Exit mobile version