تازه خبرونه

ولسي جرګې د پوځي لوړو زده کړو قانون تصویب کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې نن د پوځي لوړو زده کړو قانون تصويب کړ او ژمنه يې وکړه چې راتلونکې یکشنبې به د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونو د دندو، واکونو او تشکیل قانون په هکله د ولسمشر تقنیني فرمان وروستی کړي.

د جرګې د ريیس په وینا په قانون کې، ځانګړي کمیسیون تعدیلات راوستي او راتلونکې اوونۍ کې به یې کار وروستی شي. په همدې حال کېد پوځي لوړو زده کړو قانون چې ځينېاختلافي مواد یې هم درلودل د ولسي جرګې د غړو له خوا تصویب شو.

دا قانون په شپږو فصلونو او۵۵مادو کې تصویب شو. په دغه قانون کې دپوهنتون او پوهنځي نومونو په سر د غړو تر منځ اختلاف وو چې له تصویب یې داسې ښکاري چې دغه اختلافات حل شویدی.

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواکو کمیسیونونو د دندو واکونو او تشکیلاتو قانون چې د ولسمشر د فرمان په بنسټ ولسي جرګې ته استول شوی، لاهم ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پرې خبرې نه دي شوي.

 د ولسي جرګې ريیس وايي چې د دغه قانون اهمیت ته په کتو لومړی په جرګه ګیو کې پرې خبرې وشوې او ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ کې به په عمومي غونډه کې پرې تصمیم ونیول شي.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي: “د ټاکنو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان موږ ته رسېدلی چې پنځه لس ګونو کميسيونونو يې خپل کارونه بشپړ کړي دي او د يکشنبې په ورځ به د دې قانون په اړه ګډه جلسه کېږي او له هغې وروسته به يې برخليک په عمومي غونډه کې څرګند شي.”

د ولسي جرګې غړي هم ټينګار کوي چې ولسي جرګه باید د دغه قانون برخلیک ژر تر ژره معلوم کړي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر قلاتوال وايي: “د سه شنبې په ورځو کې د قوانينو له پاره جلسه نيول کېږي؛ نو زموږ غوښتنه دا ده چې ولسشمر د ټاکنيزو د اصلاحاتو د قانون په اړه خپل فرمان ژر تر ژره وروستی کړي.”

د ولسي جرګې غړی ذکریا سودا وايي:” د ټاکنيزو د قانون په اړه په کميسيونونو کې هر اړخيزه خبرې اترې شوې دي او تعديلات هم په کې راوستل شوي دي، هيله شته چې د دې قانون چارې ډېر ژر بشپړې شي.”

د ولسي جرګې غړي په حکومت هم نیوکه کوي چې د دغه قانون په هکله يې فرمان له ډېر ځنډ وروسته ولسي جرګې ته ولېږه؛نو ځکه یې د چارو بشپړېدو ډېر وخت ونيوه.

Trending

Exit mobile version