پرمختګ او بشپړتیا
ولسي جرګې د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون تصویب کړ
ولسي جرګې په دې وروستیو کې یو قانون تصویب کړ، چې له مخې یې ښځو ته په کاږه، تبعیضي او د سپکاوي په بڼه کتل جرم ګڼل کیږي.
د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي، دغه قانون په لارو او کوڅو او کارځایونو کې د ښځو او ماشوم د ځورولو د مخنیوي لپاره تصویب شوی او په انترنت او تیلیفوني اړیکو کې یې هم د ځورونې موارد جرم بلل شوی دی.
د دغه قانون سرغړونکي باید دولت ته له پېنځه تر لس زره افغانۍ جریمه ورکړي.
ښځې هر کله، چې له دغو مواردو سره مخامخ کیږي، د شکایت حق لري.
ځورنه، چې دغه قانون یې جرم بولي او په درېیمه مادو کې راغلي:
۱_ ځورونه عبارت ده له بدني اړیکې، کلامي ځورونې، غیر کلامي یا هر عمل، چې د رواني، جسماني او د ښځې او ماشوم انساني کرامت ته د سپکاوي سبب کیږي.
۲_ نامشروع غوښتنه: له نامحرمې ښځې د سړي غوښتنه، چې جنسي انګیزه لري.
۳_ بدني اړیکه:د نامحرمې ښخې لمسول یا په قصدي ډول ښځو ته سطحي زیان رسول.
۴_ کلامي ځورونه، چې د ښځې رواني امنیت ته زیان رسوي (نامناسبې جملې او عیر اخلاقي طنزونه، د ښځې د بدن ستاینه، تیلیفوني مزاحمتونه.
۵_ غیر کلامي ځورونه:د جنسي مسایلو په تړاو په ټولنیزو شبکو یا برښنا لیک کې د هغو مطالبو یا تصویرونو خپراوی، چې له سپکاوي ډک وي. د عمس او فلم اخیستل او خپرول، د ښځې یا د کورنیو تصویر، چې د ښځو رواني روغتیا ته زیان رسوي.
څوک، چې دغه جرم تر سره کوي، له پېنځه تر لس زره افغانۍ باید د جریمې په توګه ورکړي او د تکرار په صورت کې به بندي کیږي.
ټاکل شوې، چې د کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د ښځو چارو له کمیسیون سره په همغږي کې د دغه قانون د تطبیق په موخه ځانګړې تیلیفوني شمېرې د ښځو، کورنیو او ماشومانو په واک کې ورکړي.
د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي، کورنیو چارو وزارت به د قانون پلي کولو لپاره پر ځانګړې شمېرې سربېره یوه ډله پولیس هم وګماري، چې د خلکو د تهذیب څارنه وکړي.
واټونو او کوڅو کې د ښځو ځورونه په افغانستان کې نوې خبره نه ده، ښځې په لارو او کوڅو او بازار کې د قدم وهلو پر مهال له راز راز ځورونې سره مخامخ کیږي. دې چلند کابل، ښځو ته یوه وېرونکي ښار معرفي کړی دی.
د کابل اوسیدونکیزهرا جویا وایي،دغه ځورونه کومه نوې خبره نه ده. له کلونو راهیسې په دې ښار کې روانه ده. کله کله مې زړه غواړي، چې له کوره ونه وځم.
د ښځو او ماشومانو د ځورونې د مخنیوي قانون په درې څپرکو او نهه ویشتو مادو کې د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې لخوا تصویب شو. په دغه قانون کې وزارتونو ته د کمیتو د جوړولو لپاره مشخصې دندې سپارل شوي دي. وزارتونه باید خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او مکلف دي، چې ښځو او ماشومانو ته سالمه فضا را منځته کړي.
خبریاله فرحناز فروتن