سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګې د یوولس وزیرانو د استیضاح پرېکړه وکړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې د رئيسانو جرګه ګۍ پرېكړه كړې، چې د كابينې يوولس وزيران په دريو پړاوونو كې استيضاح كړي. ولسي جرګې د يوولسو وزيرانو د استيضاح پرېكړه تېر كال كړې وه، چې د جرګې د غړو تر منځ د ناندريو لامل شوه.

ولسي جرګې د كابينې د يوولسو وزيرانو د استيضاح پرېكړه تيركال كړې وه، خو د ولسي جرګې د كمېټو د رئيسانو په غونډه كې پتيل شوې، چې دا وزيران به په دريو پړاوونو كې استيضاح كړي.

په لومړي پړاو كې به د راتلونكې دوشنبې په ورځ ( د وري ۱۲ ) به د اطلاعاتو او كلتور، د سوداګرۍ، كانونو، او اقتصاد وزيران استيضاح شي.

د را روانې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ ( د وري ۱۴) به د پوهنې، اوبو انرژى او له نشه يي توكو سره د مبارزې وزيران په دويمه جوپه كې استيضاحيه غونډې ته را وبلل شي.

دا هغه وزيران دي، چې نه دي توانېدلي د ۱۳۹۱كال د پرمختيايي بودجې پنځوس په سلو كې ولګوي.

د ولسي جرګې منشي سيد اكرام الدين وايي:

د روانې مياشتې په اوولسمه به د وزيرانو د استيضاح په دريم پړاو كې د ملي دفاع، كورنيوچارو، ښاري پراختيا او لوړو زده كړو وزيران  استيضاح شي، خو يوازې وضاحت به وركوي.

تر دې مخكې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د جرګې په اداري پلاوي نيوكه كوله، چې له استيضاح كېدونكو وزيرانو سره شخصي اړيكې پالي او كوښښ كوي، چې دغه وزيران له استيضاح وژغوري.

د ولسي جرګې د سږنۍ دورې څخه د مدني او سياسي بنسټونه لويه تمه دا ده، چې هر څومره زر د ټاكنو د نوي قانون تصويب ته لومړيتوب وركړي، چې د ولسي جرګې منشي وايي، جرګه به د وري په نولسمه د ټاكنو د نوي قانون د تصويب غونډه جوړه كړي.

Trending

Exit mobile version