سیمه ییز خبرونه

ولسي جرګې د ۱۳۹۳ كال ملي بودجه رد كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرګې د ۱۳۹۳ كال ملي بودجه په اتو برخو كې د نيمګړتياوو له امله رد كړه. د ولسي جرګې غړي وايي، چې په بودجه كې د ولايتونو ترمنځ توازن په پام كې نه دى نيول شوى. دوى د ماليې له وزارت څخه وغوښتل چې د ملي بودجې په طرح كې سمون راولي.

ولسي جرګي د شنبې ورځې ( د مرغومي ۱۴ ) په عمومي غونډه كې د ۱۳۹۳ مالي كال په ملي بودجه بحث وكړ.

د ولسي جرګي د مالي او بودجي د چارو كميسيون رئيس امير خان يار وايي:

بودجه  ډېرې نيمګړتياوي لري او د ولايتونو ترمنځ په پراختيايي پروژو كي توازن نشته.

هغه وويل، چې دوى د بودجي په طرح كي تر ډېر بحث وروسته په يو شمېر مواردو او پروژو كې د بدلون غوښتنه كړې او اته داسي موارد دي، چي بايد بودجه يې رد شي.

د دغه كميسيون رئيس همدارنګه وايي، چي په بودجه كي تر ډېره بريده د امنيت سكتور ته بودجه ځانګړي شوي او د روغتيا،  پوهنې، كرنې  او بېخبنائي برخه كې كافي بودجه په پام كې نه ده نيول شوې.

د ولسي جرګې غړو تر ډېر بحث وروسته د رايو په اكثريت بودجه رد كړه او د ماليې له وزارته يې وغوښتل، چې د ملي بودجې په طرح كې سمون راولي.

د ۱۳۹۳ كال ملي بودجه ۴۴۴ مليارد افغانۍ په پام كې نيول شوې نيژدې يوه مياشت وړاندې ولسي جرګې ته را استول شوې ده.

دا په داسې حال كې ده، چې د ۱۳۹۳ مالي كال د روان كال د جدي په لومړۍ نېټه پېل شوى دى.

Trending

Exit mobile version