تازه خبرونه
ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال نیمایي بودیجه تصویب کړه
د ولسي جرګې یو شمېر غړیو ويلي، چې نن (شنبه د لیندۍ ۸) له مخالفتونو سره سره په جرګې جرګه کې د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال نیمایي بودجه تصویب شوه.
د ولسي جرګې یو شمېر غړيو ويلي، چې په دې بودجه کې له یوه واحد څخه بل ته د پیسو په لیږد کې هم فساد رامنځته شوی دی.
دوی څرګنده کړې، چې ولسي جرګه په دې اړه د رڼښت غوښتونکې ده او اړوند ادارې باید په دې اړه ځواب ویلو ته راوړاندې شي.
