تازه خبرونه
ولسي جرګې شپاړس نوماند وزیرانو ته باور رایه ورکړه
ولسي جرګې د حکومت شپاړسو کاندید وزیرانو ته د تایید رایې ورکړې، خو د ملي دفاع وزارت اوس هم د سرپرست له خوا اداره کیږي.
دولسي جرګې رییس وایی چې د ملي دفاع له وزیر پرته د حکومت کابينه د ولسي جرګې د تایید رايې ترلاسه کړې او بشپړه شوه.
د ولسي جرګې بشپړ نصاب ۲۳۹ وو، او هر نوماند ته په کار وه چې یوسلو شل مثبتې رایې واخلي.
د رایو شمېرنې پروسه بشپړه شوه او په دې توګه ټول کاندید وزیران تایید شول.
۱- همایون رسا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند؛ ۱۷۰ تایید، ۳۹ رد، ۲۴ سپیني او ۵ باطلې.
۲- اسد الله ضمیر د کرني او اوبولګولو وزارت ته نوماند؛ ۱۹۲ تایید، ۲۸ رد، ۱۵ سپینې او ۴ باطلې.
۳- محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند؛ ۱۸۸ تایید ۲۸ رد، ۱۳ سپینې او ۸ باطلې.
۴- محمود بلیغ د فواید عامې وزارت ته نوماند؛ ۱۶۸ تایید، ۳۸ رد، ۲۳ سپینې او ۸ باطلې.
۵- عبدالستار مراد د اقتصاد وزارت ته نوماند ؛ ۱۵۲ تایید، ۵۱ رد، ۲۹ سپینې او ۶ باطلې.
۶- محمد الله بتاش د ترانسپورت وزارت ته نوماند؛ ۱۷۶ تایید، ۳۲ رد، ۲۵ سپینی او ۶ باطلې.
۷- عبدالباري جهاني د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته نوماند؛ ۱۲۰ تایید، ۶۶ رد، ۳۵ سپینې او ۶ باطلې.
۸-اسد الله حنیف بلخي د پوهنی وزارت ته نوماند؛ ۱۶۱ تایید، ۲۷ رد، ۲۵ سپینې او ۲۴ باطلې.
۹- سید سعادت منصور نادري د ښاري پراختیا وزارت ته نوماند؛ ۲۰۲ تایید، ۱۸ رد، ۱۰ سپینی او ۴ باطلې.
۱۰- عبدالبصیر انور د عدليې وزارت ته نوماند؛ ۱۳۸ تایید، ۶۵ رد، ۳۰ سپینی او ۵ باطلې.
۱۱-عبدالرزاق وحیدي د مخابراتو او تکنالوژۍ وزات ته نوماند؛ ۱۵۲ تایید، ۵۳ رد، ۲۸ سپینې او ۵ باطلې.
۱۲- دلبر نظري د ښځو چارو وزارت ته نومانده؛ ۱۳۱ تایید ۷۰ رد، ۲۸، سپینی او ۹ باطلې،
۱۳-سلامت عظیمی د نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ته نومانده؛ ۱۵۵ تایید، ۶۰ رد او ۲۳ سپینې.
۱۴- فریده مهمند د لوړو زدکړو وزارت ته نومانده؛ ۱۸۴ تایید، ۳۱ رد، ۱۸سپینې او ۵ باطلې.
۱۵- نسرین اوریا خیل د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته نومانده؛ ۱۶۹ تایید، ۴۲ رد، ۲۱ سپینې او ۵ باطلې.
۱۶- علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ وزارت ته نوماند؛ ۱۶۸ تایید، ۳۶ رد، ۲۹ سپینې او ۵ باطلې.
وروسته د ولسي جرګې رییس د نوماند وزیرانو په اړه خپله پریکړه اعلام کړه.
د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي:
“ټولو شپاړس نوماند وزیران له ولسي جرګې د تایید رایه واخسته او حکومت د ملي دفاع وزیر پرته ټول کابینه بشپړ شوه.“
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د مکررو غوښتنو سره سره د ملي یوالي حکومت تر اوسه پر دې ندی بريالی شوی چې د ملي دفاع وزارت ته نوماند ولسي جرګې ته معرفي کړي.
ملی دفاع وزارت په داسې حال کې د سر پرست لخوا اداره کیږي چې هیواد سختو امنیتی ستونزو سره مخا مخ دی.
خبریال: عبدالعزیز کریمي