سیمه ییز خبرونه
ولسي جرګې كابل ښاروال په ميليونونو ډالرو اختلاس تورن كړ
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو كميسيون كابل ښاروال په میلیونونو ډالر اختلاس تورن کړ. دا كميسيون وايي، د محمد يونس نواندېش د دندې د ځنډ غوښتنه يي كړې.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو كميسيون كابل ښاروال په اداري فساد او په لوړپوړيزو ودانيو كې د ميليونونو ډالر پر اختلاس تورن كړ.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو كميسيون رئيس قیس حسن وايي، د ولسي جرګې نږدې نوي غړو د لاسليكونو له لارې د محمد يونس نوانديش د دندې د ځنډ غوښتنه كړې، خو ولسمشر ويلي، چې د ښاروال پر خلاف اسناد او شواهد دې د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې كمېټې ته وسپارل شي.
قيس حسن همدارنګه وايي، د دوی څېړنې ښيي، چې ښاروال د میلیونونو ډالرو پر اختلاس تورن دی.
كابل ښاروال پر ځان لګېدلي تورونه په كلكله ردوي.
کابل ښاروال محمد یونس نواندیش وايي، د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو كميسيون رئيس ناقانونه ښارګوټي لري، او ډېرې ځمكې يي غصب كړي دي.
نوموړي د ولسي جرګې د ځينو غړو لاسليكونه هم جعلي وبلل او زياته يي كړه دا، چې ده دغو ناقانونه ښارګوټو كارونه طی مراحل كړي نه دي، پرې دا راز تورونه لګول كېږي.
كابل ښاروال په داسې حال كې د ولسي جرګې د يو شمېر غړو لاسليكونه جعلي بولي، چې د ولسي جرګې اداري پلاوي منلې، چې د ښاروال پرخلاف لاسليكونه ور رسېدلي دي.
كابل ښاروال له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي، چې د ده پر خلاف لګېدلي تورونه وڅېړي او كه چېري ناسم ثابت شول نو هغو كسانو ته بايد سزا وركړل شي، چې دا تورونه يي لګولي دي.