تازه خبرونه
ولسي جرګې لوړ پوړي امنیتي مسولین جرګې ته وبلل
ولسي جرګې د امنیتي ارګانونو مسولین د هیواد په یو شمېر سیموکې د امنیتي ستونزو او په کابل ښارکې د یوې افغانې نجلۍ فرخندې د وژلو په اړه د جرګې استجوابیه غونډې ته رابللي وو.
دغه مسوولین د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د دفاع وزارت د لوی درستیزمرستیال مراد عالي مراد او د ملي امنیت مرستیال حسام الدین حسام شامل وو.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر وايي چې داعش په راتلونکې کې د افغانستان لپاره د سرخوګي په توګه مطرح دی.
نوموړي وویل چې له وزیرستان څخه شړل شوي بهرنیان په افغانستان کې د داعش لپاره د جلب او جذب هڅه کوي.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه بیا وايي چې بي امنیو او کړکیچونو له اداري فساد او د پاکستان له فشارونو څخه سرچینه اخیستې ده.
د ولسي جرګې د نوي کال لومړنۍ غونډه هم له ګیلو شکوو او نیوکو سره پیل شوه.
ولسي جرګې چې امنیتي مسولین د نا امنیو او ګډوډیو له کبله استجواب کړي وي؛ د پولیسو په فعالیتونو نیوکه او د پولیسو په مخ کې د فرخندې وژنه، د داعش فعالیتونه او د لویو لارو نا امنه کیدل هغه څه دي چې د جرګې غړي یې له امنیتي مسولینو توضیحات غواړي.
امنیتي مسولین وايي چې د فرخندې قتل یوه حادثه نه بولي او زیاتوي چې د پولیسو په ګډون یې په دې تور ۲۴ کسان نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت بیا د پاکستان فشار ته ګوته نیسي چې په وینا يې له کبله یې په افغانستان کې حالات ګډوډ شوي دي.
د ملي امنیت مسولین هم په دې باور دي چې یو شمیر پخوانیو طالبانو د داعش رنګ خپل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت مسولین وايي چې د ولسي جرګې یو شمیر غړو څه باندې درې زره سرتیري د ځان ساتنې لپاره مصروف کړي او د کورنیو چارو وزارت په فساد کې تر ټولو مخکښ دی.