تازه خبرونه
ولسي جرګې پر ډاکټر عبدالله ځانمرګی برید په کلکه وغانده
ولسي جرگه له امنيتي بنسټونو غواړي، چې د ولسمشرۍ د مخكښو كانديدانو امنيت ساتنې ته جدي پام وكړي.
د ولسمشرۍ پر كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله باندې د جمعې ورځې ځانمرګي بريد ته په اشارې، ولسي جرګه وايي، كه په دې حساس پړاو كې كوم يو كانديد ته زيان ورسېږي افغانستان به بحران ته ننوځي.
ولسی جرګی د ولسمشری پر نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله د جمعی ورځی ځان مرګی برید په کلکه وغانده.
ولسي جرګه وايي، چې په دې حساس پړاو كې، چې ټاكنې په مخ كې دي، بايد د كانديدانو د امنيت ساتنې لپاره جدي پام وشي.
همداراز د ولسی جرګی لومړی منشي عرفان الله عرفان او د ولسي جرګې غړي سید نادر شاه بحر له نوماندانو غوښتنه وکړه، چی خپل ټاکنیز کمپاینونه کم کړي، تر څو خلک د دښمن له بریدونو سره مخا مخ نشی.
د افغانستان د ټاکنو د قانون د اتلسمې مادې د څلورم بند له مخې، ”که چېرې د جمهوري ریاست له کاندیدانو یو د رایې اخیستنې د لومړي یا دویم دور په بهیر کې یا له ټاکنو وروسته او د ټاکنو د پایلو له اعلام د مخه مړ شي، بیا ټاکنې د قانون د حکمونو مطابق ترسره کېږي”.
په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې د روان غبرګولي پر ۲۴وشی.